Total Pageviews

Monday, November 23, 2015

بابا خپله د عمل سړی وو. د پښتنو ټولنه کی د کار او کسب خلک نه یواځی بی برخی ساتلی شوي و بلکی کسب ته هم سپک کتلی کیدل.چا سوچ نه وو کړے چی دغه رویي د ټولنې مرګ دے. بابا چی د خدائي خدمتکارو تنظیمونه جوړول نو زموږ د تنظیم مشر کولال جوړ شو،دغه غونډه کې با چا خان لومړے ولي خان او غني خان ته ووېل چی دغه مشر ته سلوټ وکړي. دا د ټیټو طبقو Empower کولو د عمل یو شعوري آغاز وو.ایمل ولي خان ایمل ولي خان نن زموږ د تنظیم د کابینی اجلاس ته په لومړي ځل راغلی ؤ او دا خبری یی خپله وینا کی وکړی
دَ بسکټانو زور (دَ ژوندي ولي نظر) يوه ورځ ولي خان له مولانا مفتي محمود صاحب دَ جمعيت علماء اسلام دَ بلوچستان یو ضعيف ملګرے مولانا راوستو، وئيل يې ته ګوره دې بهټو ته، دا کمزورے بوډا عالم يې په دام کښې ګیرولو، ورته يې وئيل ماسره ملګرے شه خو ده انکار وکړو، دغه ضعيف مولانا پخپله بيان تير کړو، وئيل يې "زه چې راتلم نو کپړه کښې نغښتې يې څه راکړل، ما وې ګنې دَ بسکټانو ډبې دے خو ورور راته ووې چې دا خو دَ بسکټانو ډبے نه دے، پوره درې لکه روپۍ وې. مفتي صاحب دغه بوډا ملګرے خبریالانو ته هم مخامخ کړلو او ښه په تفصيل سره يې دغه بيان وکړو. خو ولي خان شک واخستو ځکه چې هغه دَ بهټو په چل ول پوهيدلو، تحقيق يې ورپسې وکړو او مولانا مفتي صيب ته يې ووې چې دے هسې ډرامه کوي، قيصه نوره ده. کله چې دَ 1973 دَ آئين په حقله دَ رايې اخستلو اعلان وشو نو ولي خان دَ مخالف ګوند دَ مشر په هيڅ دَ حزبِ اختلاف دَ ډلو يوه غونډه راوبلله چې يو شريکه فيصله وکړے شي. ولي خان د جمعيت د مشر نه لا تپوس نه وو کړے چې هغه بوډا مولانا آواز اوکړو، "زه خو به آئين له ووټ ورکوم، ولې چې دا ماته اسلامي آئين ښکاري". ولي خان ورته ووې ما خو ستا نه تپوس نه دے کړے؟ ستاسو مشر مولانا مفتي صاحب دے، فيصله به هغه کوي. ضعيف مولانا ولي خان ته جواب ورکړو "دَ مفتي صيب خپل ايمان دے او زما خپل". په دې خبره ولي خان مفتی صاحب ته مخ وګرځولو، وئيل يې؛ "مفتي صاحب! ما درته نه وې چې دا قيصه نوره ده، دَ بسکټانو زور دې وليدو؟"
د اخبار یوه ټوټه یی لاس کی نیولی وه.. نه پری تاریخ وو نه بله حواله خو اشنا خه چرت کی وو " ویل یی دا اوګوره ..ما درته نه ویل چی غله دي" په سترګو کی یی نفرت او زړه کی پرته غصه سپا ښکاره وه.هم دغه غصی او نفرت تری پوهه او عقل اخیستی وو. لکه د جج یی فیصله هم واوروله.. لکه بیمار زړه ته یی تسکین ملاو شو. زړه می غوښتل چی د دی خبر حواله تری وغواړم خو بیا می د ځان سره ویل د دروغو مزی لنډ وي..خپله به پوه شي.. (فیس بک کی د یو ګوند سره تړلي د " وینځلو " پښتنو کار لکه د ګنګوټ د غُلو ګیټي جوړول او بیا ارغړول وي.ځینی ملګري بیا د دغه خلکو دروغ پر مخه بیائي)
د پنحابي نه ترجمه " ته خو غږ وکړه، زه به درشمَ په منډه.. "پیزار که می په خپو کړو ، نو کاپره دی یم "
اے شپونکیه دخیبره ! په" لور"ناول څو کرښی - تاثر : زرین زاده یوسفزی د کونډی سترکی د کور په درشل ښخی وی او لاس کی نیولی خانک تری په ځای هیر ؤ، په زړه کی یی کرل ریبل چی ننګیال چرته ایسار شو، دا وخت خو به هغه کور ته رارسیدلی ول، اندیښنی به یی چی ډیریدی نو کونډی به ځان ته خپله ډاډ ورکوه چی خیر به وي، هلک دی کنه د ملګرو سره به ایسار شوی وي... په ور کی د یو ماشوم په غږ کونډه د اندیښنو نه را وتله.... " ننګیال د بم یوه چاودنه کی ټپي شو" ماشوم وویل.... د کونډی د لاس نه خانک پریوتلو او چغه یی کړه چی اے زما د بی وسې خدایه غرقه شوم... د پیر صیب حیات روغاني خبره چی زه بیا د قاضي صیب ناول د ګوتی نیولی د کونډی سره اسپتال ته بوتلم... زه هم ورسره سره اسپتال ته روان ووم خو په لاره می فکر کوه چی زموږ شعر دی که نثر په هر دواړو کی د ژوند او رومان ځای تراهګرۍ او بمی چاودنو نیولی دی .پښتنو لیکوالانو ته ګناه هم نشته ځکه چی لیکوالان او شاعران د ډیر حساس طبيعت خاوندان وي او د ټولنی له غمونو څخه اثر اخلي چې يو څه اوري او ويني هغه په خپل هنر انځور کړي او د یو خه لیکوال دنده هم هغه وي چی د خپلی ټولنی ستونزی، رنځونه مخی ته راولي او په ډاګه یی کړي.. د پشتنو په خاوره له ډیری مودی راسی داسی غوبل جوړ دی چی زموږ د ژوند هر یو اړخ یی متاثره کړی دی. په دغه حالاتوڅوک څنګه سترګی پټی کړي ، هر څو که دا تراخه حالات انځور کول او په دا اړه اولس کی شعور پیدا کول سیاسي فکر او سیاسي لاین غواړي، سینه کی یو حساس زړه غواړي، د قام درد او غم غواړي ، ژور نظر او تللی مشاهده غواړي خو له دی سره سره د دغه در د او تکلیف نه تیریدلو تجربه د لیکوال تخلیق ته لا ډیره ځلا ور وبخښي.پښتانه نن صبا هم له داسی حالاتو څخه تیریږي او قاضي منظور صیب ته د لیک یا ناول لیکلو تحریک هم د دغه حالاتو لخوا اغیزمن کړی یوی سوالګری ماشومی جینۍ ورکړی ؤ چی بیا لیک کی قاضي صیب شعوري هڅه کړی چی د دغه ناورین په اړه د لوستونکی ذهن کی سوالونه پیدا کړي. هر څو که د قاضي منظور موسی خیل لومړي ناول " لور" .. موضوع تراهګري نه ده بلکی دا ناول په" جنسي مساواتو" او د ښځو د پرمختګ او تعلیم سره تړلی د ژوند د کیسې يو ډېر مظبوط پلاټ لري خو ما ځکه دا وږد تمهید وتړلو چی د ناول آغاز د بمي چاودني نه کیږي خو بیا دی سره تړلی نوری ستونځی ډیر په هنر او ساده ژبه مخی ته راوړلی شوی دي. قاضي صیب د هر کردار سره انصاف کړی دی، د ناول پلاټ تری تر اخره پوری مات شوی نه دی او کیسۍ تری اخوا دیخوا وتلی هم نه ده، نه پکی بی ځایه کردارونه شته او نه بی ځایه منظر کشي شته، ژبه یی ساده ده او د مصنوعیت نه پاکه ده.د پښتو محاوری او سوچه توری یی ښایست دی، مکالمه کی د هر کردار د عمر، سماجي او معاشرتي حیثیت ، د پروفیشن او چاپیریال خیال ساتلی شوی دی. دکونډی د نورو ښځو سره مکالمه، د اردلیانو سره مکالمه د نرس او ډاکټرانو تر مینځه مکالمه ډیر په هنرشوی ده. د اسپتال وارډ کی چی کومه ژبه او اصطلاحګانی کارول شوی دي، سړي فکر کوې چی لیکوال چرته د ښار د لوی سرکاري هسپتال دکتور دې.. لیکوال کله کله کردار کی وارد هم شي خو د دغه واردات احساس بیا هغه څوک کولی شي چی قاضي صیب په شخصي توګه پیژني.. ابتدا کی ناول سست وي خو بیا د لیکوال ګرفت پر لیک داسی زورو شي چی لوستونکی تری بل خوا پام نه شي اړولی. څنګه چی بهرړز خان صیب په خپل پروګرام کی هم په ګوته کړی ؤ چی د ننګیال عمر او د دکتور نرګس زړه کی هغه له پاره د مینی احساسات د ناول کمزوری اړخ دی او هم دغسی دا جذبه د حقیقت څخه لری هم ده خو لیکوال د ناول اخره کی ډیر په هنر دغه کیسه هم راټوله کړیده... د کتاب تنقیدي جاج به لیکوالانو او ادیبانو ته پریږدو خو د ټولنی د یو عام وګړي او لوستونکي په حیث زما تاثر دا دی چی لور ناول په پښتو ادب کی د یو معیاري ناول اضافه ده.....مالوستی دی ډیر زیات می خوښ شوی دی تاسو یی هم ولولۍ د یو ښه تخلیق تنده به مو پری ماته شي. ..زرین زاده یوسفزی
سوشل میډیا باید د پښتنو د علم پوهی او مینی کور وي. د عوامي نیشنل پارټۍ د سوشل میډیا کو آرڈینیٹر میرمن بشراگوھر وایي چی په سوشل میډیا یا د سماجي رابطې په ویب پاڼو به د خپل ګوند خلک د کوم بل یو سیاسي مشر او ګوند پر ضد جوړ ی شوي ویب پانړی چلولو یا دغه شیان خپورولو ته پریږ نه دي. " موږ.باید د نورو ګوندونو په تقلید یا رد عمل کی د خپل سیاست بنیادونه و نه نړوو بلکی موږ به خپل سیاست په هغه معیار او انداز کی د کولو کوشش کوو چی زموږ مشرانو خدای خدمتګارو او باچاخان کړےؤ.په خدای خدمتګارو رنګ رنګ تورونه لګیدلی ؤ خو هغوی په ردعمل کی چاته هم سپکه نه وه ویلی. په سوشل میډیا ( ټولنیزې رسنیو ) څه خلک د سپکاوي ډک تبلیغات کوي او نفرتونه خوروي. ، هم دغه شیان په ټولنه کی نفرت ، جنګ جګړ ی او اخلاقي نمیګړتیا رامنځته کوي. باید چی زموږ د ګوند خلک د دغه خلکو ردعمل کی د خپلو مشرانو د عدم تشدد، مینی او ورورولۍ لاره پریږ نه دي او سوشل میډیا د خپل قوم او خپلې ژبې د غني کولو له پاره استعمال کړي. بشرا گوھر زیاته کړه چی د کوچنی اختر نه وروستو به په سوشل میډیا فعال د پارټۍ کارکنانو یو میټنګ په باچا خان مرکز پیښور کی راغواړي چی په دی حواله ورسره مشوری وکړي. زرین قزاده ایسفزۍ
زه خو غږ کولی نه شم په ګیلو ته خپه کیږی یو ځل بیا لکه د هر اختر او روژی ، پښتانه د میاشت په سر د نفرت په سولۍ خیژولی شوي دي. د سیند نه پورے لبرل دے که رجعت پسند، شین دے که برګ، هر یو لګیا دے د پښتنو سپکاوی کوي. پښتانه ګیله کوي چی کلونه وشول زموږ ګواهي څوک، په روژه مني نه په اختر، نو بیا په دغه ګیله هم دا نور خلک کیلا کیږي. حالانکی معتبر رویت مقامي دے خو پښتنو ته دا شرعی حق هم نه ورکول کیږي.. د پښتنو دا ګیله پر ځای ده او د پنجاب حق پرسته خلک یی هم ملګرتیا کوي، خو زموږ د پښتنو بدبختۍ ته ګوره دلته د پردو وفادار په خپلو حاکمانو دا تنقید هم نه زغمي ..دوی د حق ملګرتیا پر ځای د خلکو پام بل خوا اړولو کوشش کوي.. داسی وفادار خدای یاانګریز ته ورکړی ؤ یا اسلام اباد ته .بس د پښتنو دی خدای مل شي. اختر پرون و پرون تیر شو د بغدادو کوترو نن راغلل سیلونه
د خپلی برخی اسمان لیک : زرین زاده یوسفزے د پسرلي ورځی وی،په هر لور د شړشم ګلان غوړیدلی وو.ځای په ځای د غنمو فصل لکه شین څادر د زمکی په سر راخور و. .. د سحر پرخه لا د پولو پټو نه وه پاسیدلی، هغه د خپلی اوګی څادر منجیله کړو ، او د پټو په مینځ کی د یو کمر په سر د خپل څادر په منجیله کیناستو......... له دغه ځایه لمر خاته پلو پروت د کلي ټول ونډ سپا ښکاریدو..دا کتار کتار پټی او برغنډي تر ننه د شیخ ملي د خانګي ویش پاتی یادګار ؤ... "د کسبګرو سره لومړی ظلم هم شیخ ملي کړی ؤ هغه د ځان سره وویل...... شیخ ملی زمکی په خیلونو ویشلی ، ملا میا ته یی سیرۍ ورکړی خو کسب ګرو ته یی د کنډر حق هم ورنکړ" "دوهم ظلم انګریز وکړو، د مسلم لیګ خانان او نوابان یی نازول، خپل وفادار خلکو ته یی جاګیرونه ورکول بل خوا د کسبګرو نه یی د زمکی د انتقال حق هم واخیستو " هغه د تاریخ په او ږدو کی د خپلی محرومۍ، نسلي او ټولنیز تعصب ترشا علتونه لټول ناست ؤ. هغه د حسرت په نظر بره اسمان ته وکتل، توری ګوری وریځی په اسمان داسی خوری وی چی لکه درنګ ساعت کی به د هغه په بی وسۍ اوښکی وڅڅوي. هغه یو اوږده ساه واخیسته، د سپرلی وږمی یی د یو تریخ احساس او د یخ باد سره له کومی تیری کړی.خو د ملک صیب سپوری یی لا تر اوسه د کومی نه تیریدلی. هغه بیګاني فکرونو په مخه اخیستی ؤ په زنګون یی سر کیښود او سترګی یی پټی کړی ، بیګا کی وروک شو... د کلي مشرانو دسلا مشورو لپاره د نن جرګه رابللی وه چی څرنګه د اباسین د بیلی ځنګل د وهلو مخه ونیسي.خلک غوږ ؤ چی جرګه به کومه نوی پریکړه کوي. عزیزانو !! زموږ زرګونه جریبه بیله د خطر سره مخ ده زموږ ځنګل او ونی وهل کیږي، هر سړی لګیا دی ځان ځان له ونی وهي او کور ته یی راوړي.ملک صیب په یو ساه وویل. مشرانو نن پریکړه و کړه چی نور دغه ناروا ته بند وتړي. د نن نه پس د بیلی ونی وهلو او چنډیا کولو باندی پابندي اعلان کیږي خو نور خشاک لکه کان،کایی، سیر او چنړه راوړلو باندی پابندي نشته ، د کلی کسبګر به ورځ کی ایله یو ګیډی خشاک راوړي البته د کلي پر پښتنو د یو دوه دری ګیډو راوړلو بند نشته. د کلي جرګه کخی لري چی څوک په دغه فیصله عمل نه کوي هغه به یی ناغه کوي او جرګه به تری جرمانه اخلي.ملک صیب فیصله واوروله. هغه د حجرے اګواړ سره خوا کی په ګټه ناست ؤ د ملک صیب په خبره راپاسید او په عاجزۍ یی وویل" ملک صیب ! " ستاسو پریکړه په سر سترګو خو د دغه کلي د یو عام وګړي او کشر په حیث یو سوال کوم چی دغه فیصله کی د پښتون او کسبګر د پاره بیل بیل رعایتونه د انصاف تقاضی نه پوره کوي داسی ښکار ي چی سونو کاله وروستو هم تاسو دغه خلکو ته لا د وسیدو برابر حق نه دی ورکړی حالانکی کاپر ملکونو کی له دغه ځایه تللي خلکو ته څه موده پس برابر حقونه او شهریت ورکول کیږي. تاسو په خپله پریکړه بېرته له سره غور وکړی ځکه چی د کسب ګرو معاش د بیلی د خشاکو سره تړلی دی. ملک صیب پاسید او خلکو ته مخاطب شو " ډیر افسوس دی عزیزانو دا کوم وخت ته پاتی شو، ـ هغه خلک چی زموږ مشرانو خدمت له ساتلي ؤ، هغوی نن موږ ته عقل ښایي او د قوم د جرګی په پریکړو اعتراض کوي.. بیا یی " هغه" ته مخ راواړولو، ته څوک یی مرداره تا ته دا حق چا درکړی چی د کلي جرګه کی خبره کوی ... ستاسو خو د خپلی برخی اسمان هم نشته " حجره کی تماشی ته ناست الکانو د ملک صیب په دا خبره په بړق بړق وخاندل، ځینو پکی شپیلي ووهل، شور زوګ جوړشه، ملاجي پاسید او خلکو ته یی د غلي کیدو وویل او دعا یی وغوښته چی خدای د موږ ته په دغه فیصله د عمل کولو توفیق راکړي.ټولو پری امین وویل. هغه یو اخري نظر د جرګی په خلکو واچولو او بیا درنی خپی روان شو. رشتیاهم زموږ د برخی خپل اسمان نشته که؟ هغه د خپل ځان نه سوال وکړ پاس په اسمان کی ګړز ګړوز سره د سوچونو او فکرونو له دنیا بهر راوتلو.سترګی یی پرانستلی او د زنګون نه یی سر پورته کړو، لمر څیره وهلی وه خو د لمر رڼا چرته بره تورو ګورو وریځو کی ګیر وه. د نظر تر حده د ښکلي اسمان او د زمکی د زړه راښکونکي ښایست تر دا مینځه پروت کاېنات کی هغه د خپلی برخی اسمان لټوه خو په دا ارته پرته دنیا کی رشتیا هم د هغه د برخی اسمان نه وو" لیک: زرین زاده یوسفزی. ( دا افسانه ما د خپل کلي د خلکو په مخصوص سماجي رویو او له مودو مودو را روان نسلي عصبیتونو په تناظر کی لیکلی ده.د خپل کلي مخصوص لهجی او ټکو استعمال قصدن شوی دے. زرین زاده ایسفزی)