Total Pageviews

Monday, November 23, 2015

دَ بسکټانو زور (دَ ژوندي ولي نظر) يوه ورځ ولي خان له مولانا مفتي محمود صاحب دَ جمعيت علماء اسلام دَ بلوچستان یو ضعيف ملګرے مولانا راوستو، وئيل يې ته ګوره دې بهټو ته، دا کمزورے بوډا عالم يې په دام کښې ګیرولو، ورته يې وئيل ماسره ملګرے شه خو ده انکار وکړو، دغه ضعيف مولانا پخپله بيان تير کړو، وئيل يې "زه چې راتلم نو کپړه کښې نغښتې يې څه راکړل، ما وې ګنې دَ بسکټانو ډبې دے خو ورور راته ووې چې دا خو دَ بسکټانو ډبے نه دے، پوره درې لکه روپۍ وې. مفتي صاحب دغه بوډا ملګرے خبریالانو ته هم مخامخ کړلو او ښه په تفصيل سره يې دغه بيان وکړو. خو ولي خان شک واخستو ځکه چې هغه دَ بهټو په چل ول پوهيدلو، تحقيق يې ورپسې وکړو او مولانا مفتي صيب ته يې ووې چې دے هسې ډرامه کوي، قيصه نوره ده. کله چې دَ 1973 دَ آئين په حقله دَ رايې اخستلو اعلان وشو نو ولي خان دَ مخالف ګوند دَ مشر په هيڅ دَ حزبِ اختلاف دَ ډلو يوه غونډه راوبلله چې يو شريکه فيصله وکړے شي. ولي خان د جمعيت د مشر نه لا تپوس نه وو کړے چې هغه بوډا مولانا آواز اوکړو، "زه خو به آئين له ووټ ورکوم، ولې چې دا ماته اسلامي آئين ښکاري". ولي خان ورته ووې ما خو ستا نه تپوس نه دے کړے؟ ستاسو مشر مولانا مفتي صاحب دے، فيصله به هغه کوي. ضعيف مولانا ولي خان ته جواب ورکړو "دَ مفتي صيب خپل ايمان دے او زما خپل". په دې خبره ولي خان مفتی صاحب ته مخ وګرځولو، وئيل يې؛ "مفتي صاحب! ما درته نه وې چې دا قيصه نوره ده، دَ بسکټانو زور دې وليدو؟"

No comments: