Total Pageviews

Thursday, January 30, 2014

شارجه : د ادبي غونډي او مشاعرې راپور

شارجه : د ادبي غونډي او مشاعرې راپور - تاثر : زرین زاده یوسفزۍ تیره شپه ۳۰ جنورۍ پر ماښام د امارات پښتو ادبی ټولنې د سیورې لاندې د قا ضی منظور احمد ادبی حجره شارجه کې یوه لویه ادبی غونډه وشوه چې د شارجه ،دبۍ ، ابوظهبۍ ،راس الخیمه او فجیرې یو لوي شمیر مینه والو پکې په ډېره مینه او لیوالتیابرخه واخیسته... بیګانۍ غونډه د پښتو ژبې خوږ ژبې شاعر، پیژندلي نوم او په فکر پښتون شاعر خالد حسرت او د هغوې د ملګرو په درناوی او دهغوې د ادبی تنظیم په امارات پښتو ادبی ټولنه کې د ضم کولو په خوشالۍ جوړه شوې وه. وړومبۍ بر خه د خبرو او دویهمه برخه کې مشاعره وشوه چې پنځوسو نه زیات شاعرانو پکې خپل کلامونه واورول. اولنۍ بر خه کې د ټولنې یو مشر، لیکوال، ژورنالیست او سیاست پوهه نظار علی یوسفزي صیب خپلې خبرې وکړې .د چا چې په دې اتحاد او یو والی کې لوي لاس وو. زموږ یو بل مشر ، دروند پښتون جی لالا هم خپلې خبرې وکړې .د پښتون ویلفیر ټولنې صدر قیوم شام صیب ، میر حسن ،زرین زاده ایسفزي هم لنډې خبرې وکړې. ښکلې سړې ښائیسته شاعر ممتاز اورکزۍ د دې غونډې د نظامت چارې ترسره کولي. ممتاز اورکزۍ د هر شاعر بللو نه وړاندې د پښتو ژبې د نومیالو شا عرانو شعرونه ویل چې کوم د ملګرو د فکری او شعوری روزنې په خاطر ډیر ګټه ور وو. مشاعره کې د خپل زلمو شاعرانو فکري بلوغت او د پښتنو په خاوره روانو حالاتو په اړه د دوي ډیر اندېښمن فکر اظهار په نوی نسل کې د خپل قام ،خاورې او ژبې په حواله د دوې د شعور بیان هم وو ا و په دې هم دلیل وو چې زمونږ شاعرانو دخپلې برخې کردار لوبولو هڅې ګړندۍ کړي دي او دشعر له لارې د اولسي شعور په بې دارۍ کې خپله ونډه او ذمه داری هم پوره کوی د ټولو شاعرانو نومونه او شعر لیکل خو ممکن نه دی او د مشاعرې او غونډې راپور د کشر ظهور احمد په غاړه دې خو د قاضی منظور احمد په وینا دا څو کرښې لیکل واجب وو . د ټولنې مشر بشیر احمد بشیر ،زموږ د فکر ملګرې حسین احمد ندیم ، شاهد قماش ، عابد حمدان، معظم شاه، عيد ګل سائل ، روح الامين شاکر ، عامر حسبان، فرهاد يوسفزے، انعام بادشاه هلال ، قاصد مهمند، سيد حامد شاه باچا، سردار عالم سپرلے، سلمان شاه باچا، اختيار الله اورکزےش، ظهور احمد، آصف جنيد، انجم بنګش، صياد اورکزے، خالد خان حسرت، طالش رحمن، حاکم ځلاند، جوهر وزير، قاضي منظور احمد، حميد جان اورکزے، الفت اورکزے، ادريس ملنګ، محمد سليم مخلص، ابراهيم آرماني، شاکر خټک، محمد حيات، سردراز خان خټک او عاشق علي عاشق خپل شعرونه اورولې وو. شاعران ملګری د خاطر نه درناوی د ا څو شعرونه مې بس یاد وو ........ شاهد قماش: صاحب شاه صابر ته څه لیونی هوښیار سړی وو خو چا نه پیژندو زما صابر د کار سړی وو خو چا نه پیژندو هغه د دغه ښار په خلقو باندې ورک مئین وو هغه د دغه ښار سړی وو خو چا نه پیژندو د زړه په وینو ئې تازه کړل د سپرلی رنګونه د دې دوران فنکار سړی وو خو چا نه پیژندو هغه په زړه کښې وو غونډ کړی د جهان دردونه هغه په زړه بیمار سړی وو خو چا نه پیژندو شاهده نن ماښام دا یو جام د هغه په نامه د میخوارانو یار سړی وو خو چا نه پیژندو ---------------------------------------- روح الا مین شاکر یوسفزي په زړه کې مات ازغې ایستو له مې درمان پکار دې ملګرو خیال کې مو څوک نشته یو جانان پکار دې ما سره غم د غریبانو د کچه کوټو دې بیا چا جمات کې ویل دعا وکړۍ باران پکار دې -------------------------------------------- -- وطن ؛؛؛ عابد حمدان وطنه ستا په سیند می وژنی ستا په غر می وژنی ستا په سکنړی سکنړی ما ښام ستا په سحر می وژنی ګلاب ی بد په سترګو لګی هم ریدے شوکه وی هم چینارونه ماتوی هم په نختر می وژنی د سوات خایست ته ی کتلی نه شو ، او دی کتل ؟ له ملاکنډ می ورکه وی په پیښور می وژنی د خپل بابا جګه شمله ورته په ښپو کښی نه ږدم په دی مجرم یمه د دی ګناه په سر می وژنی خپله مو سیالو سره سیال کړو د هر چا په صف کښی لکه قدیر ګوریی په خپله خپل هنر می وژنی ظلم تر دی حده ـ حمدانه ـ نور به څه اووایم لکه صدام غوندی په ورځے د اختر می وژنی ------------------------- دا مشاعره د شپې درې بجې سر ته ورسیده.