Total Pageviews

Monday, November 23, 2015

د خپلی برخی اسمان لیک : زرین زاده یوسفزے د پسرلي ورځی وی،په هر لور د شړشم ګلان غوړیدلی وو.ځای په ځای د غنمو فصل لکه شین څادر د زمکی په سر راخور و. .. د سحر پرخه لا د پولو پټو نه وه پاسیدلی، هغه د خپلی اوګی څادر منجیله کړو ، او د پټو په مینځ کی د یو کمر په سر د خپل څادر په منجیله کیناستو......... له دغه ځایه لمر خاته پلو پروت د کلي ټول ونډ سپا ښکاریدو..دا کتار کتار پټی او برغنډي تر ننه د شیخ ملي د خانګي ویش پاتی یادګار ؤ... "د کسبګرو سره لومړی ظلم هم شیخ ملي کړی ؤ هغه د ځان سره وویل...... شیخ ملی زمکی په خیلونو ویشلی ، ملا میا ته یی سیرۍ ورکړی خو کسب ګرو ته یی د کنډر حق هم ورنکړ" "دوهم ظلم انګریز وکړو، د مسلم لیګ خانان او نوابان یی نازول، خپل وفادار خلکو ته یی جاګیرونه ورکول بل خوا د کسبګرو نه یی د زمکی د انتقال حق هم واخیستو " هغه د تاریخ په او ږدو کی د خپلی محرومۍ، نسلي او ټولنیز تعصب ترشا علتونه لټول ناست ؤ. هغه د حسرت په نظر بره اسمان ته وکتل، توری ګوری وریځی په اسمان داسی خوری وی چی لکه درنګ ساعت کی به د هغه په بی وسۍ اوښکی وڅڅوي. هغه یو اوږده ساه واخیسته، د سپرلی وږمی یی د یو تریخ احساس او د یخ باد سره له کومی تیری کړی.خو د ملک صیب سپوری یی لا تر اوسه د کومی نه تیریدلی. هغه بیګاني فکرونو په مخه اخیستی ؤ په زنګون یی سر کیښود او سترګی یی پټی کړی ، بیګا کی وروک شو... د کلي مشرانو دسلا مشورو لپاره د نن جرګه رابللی وه چی څرنګه د اباسین د بیلی ځنګل د وهلو مخه ونیسي.خلک غوږ ؤ چی جرګه به کومه نوی پریکړه کوي. عزیزانو !! زموږ زرګونه جریبه بیله د خطر سره مخ ده زموږ ځنګل او ونی وهل کیږي، هر سړی لګیا دی ځان ځان له ونی وهي او کور ته یی راوړي.ملک صیب په یو ساه وویل. مشرانو نن پریکړه و کړه چی نور دغه ناروا ته بند وتړي. د نن نه پس د بیلی ونی وهلو او چنډیا کولو باندی پابندي اعلان کیږي خو نور خشاک لکه کان،کایی، سیر او چنړه راوړلو باندی پابندي نشته ، د کلی کسبګر به ورځ کی ایله یو ګیډی خشاک راوړي البته د کلي پر پښتنو د یو دوه دری ګیډو راوړلو بند نشته. د کلي جرګه کخی لري چی څوک په دغه فیصله عمل نه کوي هغه به یی ناغه کوي او جرګه به تری جرمانه اخلي.ملک صیب فیصله واوروله. هغه د حجرے اګواړ سره خوا کی په ګټه ناست ؤ د ملک صیب په خبره راپاسید او په عاجزۍ یی وویل" ملک صیب ! " ستاسو پریکړه په سر سترګو خو د دغه کلي د یو عام وګړي او کشر په حیث یو سوال کوم چی دغه فیصله کی د پښتون او کسبګر د پاره بیل بیل رعایتونه د انصاف تقاضی نه پوره کوي داسی ښکار ي چی سونو کاله وروستو هم تاسو دغه خلکو ته لا د وسیدو برابر حق نه دی ورکړی حالانکی کاپر ملکونو کی له دغه ځایه تللي خلکو ته څه موده پس برابر حقونه او شهریت ورکول کیږي. تاسو په خپله پریکړه بېرته له سره غور وکړی ځکه چی د کسب ګرو معاش د بیلی د خشاکو سره تړلی دی. ملک صیب پاسید او خلکو ته مخاطب شو " ډیر افسوس دی عزیزانو دا کوم وخت ته پاتی شو، ـ هغه خلک چی زموږ مشرانو خدمت له ساتلي ؤ، هغوی نن موږ ته عقل ښایي او د قوم د جرګی په پریکړو اعتراض کوي.. بیا یی " هغه" ته مخ راواړولو، ته څوک یی مرداره تا ته دا حق چا درکړی چی د کلي جرګه کی خبره کوی ... ستاسو خو د خپلی برخی اسمان هم نشته " حجره کی تماشی ته ناست الکانو د ملک صیب په دا خبره په بړق بړق وخاندل، ځینو پکی شپیلي ووهل، شور زوګ جوړشه، ملاجي پاسید او خلکو ته یی د غلي کیدو وویل او دعا یی وغوښته چی خدای د موږ ته په دغه فیصله د عمل کولو توفیق راکړي.ټولو پری امین وویل. هغه یو اخري نظر د جرګی په خلکو واچولو او بیا درنی خپی روان شو. رشتیاهم زموږ د برخی خپل اسمان نشته که؟ هغه د خپل ځان نه سوال وکړ پاس په اسمان کی ګړز ګړوز سره د سوچونو او فکرونو له دنیا بهر راوتلو.سترګی یی پرانستلی او د زنګون نه یی سر پورته کړو، لمر څیره وهلی وه خو د لمر رڼا چرته بره تورو ګورو وریځو کی ګیر وه. د نظر تر حده د ښکلي اسمان او د زمکی د زړه راښکونکي ښایست تر دا مینځه پروت کاېنات کی هغه د خپلی برخی اسمان لټوه خو په دا ارته پرته دنیا کی رشتیا هم د هغه د برخی اسمان نه وو" لیک: زرین زاده یوسفزی. ( دا افسانه ما د خپل کلي د خلکو په مخصوص سماجي رویو او له مودو مودو را روان نسلي عصبیتونو په تناظر کی لیکلی ده.د خپل کلي مخصوص لهجی او ټکو استعمال قصدن شوی دے. زرین زاده ایسفزی)

No comments: