Total Pageviews

Sunday, December 29, 2013

د پردی سړی تصویر

د پردی سړی تصویر شمو ترور چې څنګه د ډیډوۍ راښکاره شوه .. د بانو مور ورله منډه کړه او غیږ یې ترې چاپیر کړه او نیغ د کوټې مخامخ کټ ته یې ورسوله.. شمو ترور چې لګه دمه شوه نو په مخامخ دیوال زړوند تصویر ته یې پام شو.. د بانو مور ته یې ویل چې پښتانه خو به په دې ځینې خبرو بد ښکاریدل خو خداي خبر چې په اوسنو پښتنو څه وشول چې خپل تاریخ یې هیر کړلو ..... د بانو مور ورته ویل ترور پرون سکول کې استاذ ټولو ماشومانو ته دا سې تصویر ونه ورکړی وو چې کور یې زړوند کړۍ ځکه چې دې سړی وطن آزاد کړې وو. شمو ترور ورته ویل دا سړې څه د پیغمبر د زمانې نه دې چې د استاذ دروغ ومنم خو زموږ د وخت سړې دې او زه خبر یم چې کله د ازادۍ جنګ تود روان وو نو پښتنو او نورو قامونو چې د سپین پوستو پر ضد مبارزه کوله نو د پنجاب ټولو او د هند ځینې مشرانو د انګریزانو ملګرتیا کوله.. د وطن آزادۍ او د وطن ویش کې فرق دې.. دې سړی وطن د انګریزانو په مرسته ویشلې دې او خداي خدمتګارو .علماء هند اوکانګریس د انګریز نه په ګډه آزادی ګټلې ده.

پاكستان منم خو دا "منډل " پكښې نه منم

فیس بک کې د فیض ګدون لیکنه د لګ ډیر بدلون سره پاكستان منم خو دا "منډل " پكښې نه منم پاكستان كا مطلب كیا٬ لا اله الا الله په نعرو خو پاکستان جوړ شو خو اولنې /وړومبې مذهبی وزیر یو هندو اچهوت جوګندر نات منډل جوړ کړې شو... دا هغه ورځې وې چې په خداي خدمتګارو د ریاست له خوا د ظلمونو او جبر انتها وکړې شوه. مولانا امير محمد ترخوي چې لوئۍ ديني عالم او د باچا خان د لارې کلک ملګرې وو ، ډپټي كمشنر راوغوښتو او پوښتنه ئې ترې وكړه چې مولانا صاحب ما اورېدلي دي چې ته پاكستان نه منې نو مولانا صیب ورته جواب کې وویل پاكستان منم خو دا "منډل" پكښې نه منم.