Total Pageviews

Saturday, February 05, 2011

صدۍ په بله اوړي پښتانه په بله نه اوړي

صدۍ په بله اوړي پښتانه په بله نه اوړي
د وخت په ژرنده دل شول کوم قامونه چې ویده شول

انټرنیت د لارې که چرته ټولټاکنې وشی نو مسرت شاهین به سل په سل ووټونه تر لاسه کی او مولا فضل رحمان به یوه رائې هم وانخلی........که د پاکستان د مشرۍ له پاره ووشی نو بیا ذید حامد به وزیر اعظم او عمران خآن به د پاکستان صدر وی..دیو کمپیوټرنه په یو وخت کې څلور پینځه ووټونه په اسانه ورکیدې شی او که یو څوک وغواړی په لګه خوارۍ د پښتنو او افغانانو د مشرۍ پټکې هم تر لاسه کولې شی... خوزه دې ته فکر وړې یم چه د پښتنو یا د افغانانو مشری د انترنیټ د لارې ټاکل کیدې شی؟ ټول پښتون وطن کښې اور بل دې او ته بې غمه کور ناست یی او د نیټ د لارې د ماشومانو کور کورکې کوې او خوبونه د مشرۍ وېنې... کنه داسې ده چه لوړ به لالا وهی او نوړۍ به عبدالله وهی...
   

د ټول افغان ډاټ کام د ټول ټاکنو په تاثر کښ لیکلې شوې دې چه په کومو کښ د څو کسانو ووټونو نه داسې تاثر خپور کړې شو چه ټولو افغانانو فلانکی ته د مشرۍ پټکې په سر کړو...

No comments: