Total Pageviews

Saturday, February 05, 2011

په فیس بک کښ د یو نابغه په جواب کښ لیکل شوی وه چه څوک د خپل منفی ذهن له کبله د پښتنو قام پرستو مشرانو ،کشرانو ،شاعرانو او ادیبانو سپکاوی په تواتر سره کوی

احمد شاه با با چه کله مرهټو ته ماتې ورکړه او  هند یی د خپل واک تر لاندې راوسته او بیا بیرته کندهار ته ستون شو،په دا وخت کندهار وړوکې ښار وو او ځائ په ځائ به خلک په زمکه ناست وو او شیان به یی خرڅول.احمد شاه با با اوڅه قومندانان  په اسپو سواره چه کله کندهار ته داخل شول نو دې ستوان خرڅولو والا  یو سړی  بل ته ووې"  د  زرغو نې زوۍ ته دې خیال دې، په اسپه سور ګرځی" یو خوا احمد شاه بابا  لوۍ هندوستان تر خپل مټو لاندې راوستې وو او بل خوا د پښتون دا حال دې چه کندهار کې ستوان خرڅوی خو د  حسد د لاسه د خپل  پښتون  نه مشری منی او نه  د خپل اتلانو د لوړوالی  احساس لری...
پښتانه په دې مرض اخته دي خر څوي به ستوان خبرې به آسمان سره کوي دا عادات د پښتون په خټه کې دی.په اوسنی و خت کښې مونږ وینو چه د لیکې کوزې خوا ته په پښتونخوا کې د عوامی نیشنل ګوند په واک دې دی او له دې کبله ځینې ستوان خرڅو نکو او تش په نامه قام پرستو  د خپل نیمګړی  فکر له کبله په نغاره لاس پورې کړې او هر دښمن یی پریښې او د عوامی نیشنل ګوند د مشرانو،شاعرانو ادیبانو او غړو په هر ډول سپکاوې کوې او د پښتانو د بد خواو خوا سړوی..سیاست چه کله چپړیتې خبرې،مکر،فریب،بل ته سپکاوې او د دروغو کاروبار شی بیا هیڅکله قام ته ګټه نه ورکوی ..په هر وخت کښې دې   کچ فکرو خلکو یو کار کړې چه د خپل پښتون ورور خپې یی راښکلی او کوهی ته یی نسکور کړې دې...  پښتون هغه قوم دی چې  په لوی لاس د دښمن تبر ته لاستی ورکوي همدې پښتنو لودي کورنۍ په هندوستان کې دمغلو لاس ته وسپارله چې په پایله کې د مرزا الغ بیګ د طرف نه ع همدغه پښتانه چې د یوسف زیو ۷۰۰ ملکان وو په کابل مرجان غونډۍ کې په ډلییز ډول ووژل او یو سف زیان د کابل نه د اوسنۍ سوات بنیر باجوړ ........ په لور کډې کولو ته مجبور شول که دوی دا کا رنه وای کړي نن به ډې خطې نقشه څه بل ډول وه خو پښتون هغه وخت په ځان پوهیږي چې لکه اوښ سر یې کونې ته کیښودل شي نن ورځ په کوزه پښتونخوا کې همدې خلکو پنجابي ته میدان صفا کړی په لوی لاس د لنګ مارانو د غلامۍ کړۍ په غاړه ګر ځو 
ی....زرین ذاده ایسپزۍ

No comments: