Total Pageviews

Monday, July 23, 2007

"ټوقه" Naheed Sahar

Naheed Sahar

--------------------------------------------------------------------------------

"ټوقه"
ناهيدسحر
نن مې دسترګو په لار

چې تۀ په غلا غلا ګله!

زما د زړۀ کورته چې

په خاموشۍ سره ځې

زما خو پام دے په تا

چې ستا په هره ادا

زۀ تل نظر ساتمه

نن مې زړۀ داسې وائى

چې يوه ټوقه وکړم

چې تۀ دننه شې د زړۀ کورته مې

زۀ به د زړۀ دا تمبې

ټولې راپورې کړمه

واپس به ځې په کومه؟

No comments: