Total Pageviews

Monday, July 23, 2007

زمونږه پښتونخواه

Zamong PukhtunKhwa / F S Abid.

--------------------------------------------------------------------------------

زمونږ پښتونخواه


فضل سبحان عابد
د کراچۍ درنړاګــــــــــــانو ښار کښۍ ورک ياره
د خپلې خړې کوڅۍ هيرې نـــــــــــــــــــــــــــــه کړې
سپرلې سپرلې مينه ئ لږه را پـــــه زړه کړه يـــاره
د خپلې خاورې وږمې هيرې نــــــــــــــــــــــــه کړې
کــــــــه کراچۍ پــــــه تا ودانه وې، ودانه دې وې
ځمـــــــــــــــا د زړه پيښــــــــــور مـــــــــــــــــــه هيروه
که پردې خاوره په تا خانه وې، نو خانــــه دې وې
ځمــــــــــــــــا د مينې خيبر مــــــــــــــه هـــــــــــــــــيروه
مالاکنډ پــــــــــه سريو چغه کړه، ټپه کړه يــــــــاره
د پښتونخواه نــــــــــــــظارې هيره نـــــــــــــــــــه کړې
د سوات او دير په ښکلاګانو کښۍ ښکلا شه ګله
د بــــــــاجـــــــــوړ سحر، سحر ښــــــــــــکلۍ کــــــــــړه
پاړه چينار درنـــــــــه هير شوې بس دې راشـــــــه ګله
د بنو ښکلې مـــــــــــــــــازيــــــــــــــګر ښـــــــــــکلې کړه
د جيندې غاړې لــــــه را درومه ځان دمــــــــه کړه ياره
د مردان ورځې او شــــــــــــــپـې هيرې نـــــــــــــــــه کړې
په کــــــــــابل او قندهـــــــــــار خو نن په وينو سور دې
د پښـــــــتنو د مرکز هغـــــــــــه زور هير نـــــــــــــــه کړې
هزاره ترا ټکــــــــــــه ځمونږ هيــــــــــــــــواد دې يـــــــــاره
د باچا خان د ملۍ وحدت خوبـــــونــــــــــــه هير نه کړې
__________________

No comments: