Total Pageviews

Monday, September 22, 2008

Akmal Lewanay - A uniuqe insane of my homeland

By Dr Yaseen Iqbal Yousafzai
A poetry concert in the memory of Sher Mohammad Mainosh was at its peak in the late seventies (in village Toolandai, Swabi) and I was one of the passers by who were attracted to watch and listen to the poets.

I had hardly found a place to accommodate myself that the stage secretary invited a strange name to present his poetic gratitude to Mainosh Baba.

By hearing the name, my eyes turned away from the stage towards a smart, ambitious young man, dressed in black Malaishia clothes with a sharp dark beard, running to the stage.

The features I can recall were of a 25 to 30 years-old young man. Yes, all the features I saw were matching the name ‘Akmal Lewanay’ (Akmal, the insane) but in those days, I was even more insane than him to understand his poetry and message.

The poetry concert came to its end and like everyone else I also disappeared.

Today, after almost 25 years, I again happened to listen and watch to a poetry concert in the memory of well-known Pushto poet Khyber Afridi in Jamrud and again heard the same name ‘Akmal Lewanay’.

The picture of the young Akmal I had in my mind changed completely. Today, he was not that young and smart. He needed a support even to climb a couple of stairs. He did not even appear insane to me. Yes, he was still presenting his poetry in his unique humorous style and entertained the audience to its best but his message was that of a selfless, true and sincere intellectual.

Probably, I was now grown enough to understand the message he wanted to convey. When Akmal sahib started to present his great poem, “Wazeer-i-Azam”, a Pukhtun intellectual setting nearby me whispered, “Akmal sahib is doing a true post-mortem of our political icons”.

Every line of his poetry was artistically reflecting the common man’s feelings. Although, his only book of poetry I came across was the 3rd edition of “Tortum” (Deep Dark), with a preface by Pukhto Baba-i-Ghazal, Amir Hamza Khan Shinwari but he has published several books such as Yaw So Guloona (a few flowers), Rahbar-i-Ishq (the love guide), Lewanai (the female insane) and Goozaroona (the strikes).

He is even more popular for his humorous Qitaat always full of constructive criticism but the book I read had none of them.

Most of his poetry is in the ghazal form with a small number of poems. The language of his poetry is very simple. His message is very straightforward and has simultaneously decorated most of his poetry with attractive colours of humour.

All these qualities make him a unique name in the modern day Pukhto poetry. Although, he has written on many subjects but the criticism of bright-day socio-economic injustices is very dominant in his poetry.

His poetry carries every colour a Pukhtun expects from his mother tongue. Regarding the self-pride, he says, “if death is certain, then why should it not be for self-pride, so that you are remembered for ever.”

If he talks of his national helplessness, he says, “Oh, the insane people! How do you know about your pains and pleasures. Do not turn on the candles, darkness is a better hiding place for the helpless.”

He uses every way he can to entertain Pukhtuns. According to Amir Hamza Khan Shinwari, “if a curtain is dropped between Akmal and the audience and Akmal narrates my poetry in my voice from behind the veil, everyone will believe that this is Hamza. He can very skillfully speak in the voice of his several contemporary poets like Khyber Afridi, Ayub Sabir, Samandar Khan Samandar and many others”.

Keeping in view the eternal smile on his face, his straight-forward criticism of the lords of the day and the number of books he had published in his mother tongue, everyone will guess him a very rich and self-sufficient man but unfortunately it is not the case. Born in 1947, in village Shamozai of Katlang (Mardan) in the house of Syal Khan Baba, young Mohammad Akmal Khan used to earn his bread by bringing woods from the mountains and selling it in the local market.

Years ago, due to a disease, his legs refused to climb the mountains and earn him bread. So, the poor and proud Akmal, who used to serve his mother tongue (when he was healthy) by writing poetry, started selling Pushto books.

This great poet is not only writing and presenting his lovely poetry in his unique Pakhtun voice but is also carrying with him a considerable number of Pushto books from Hujra to Hujra in all over the Pukhtun’s land to make them available to everyone interested and thus earn his bread.

Unfortunately, he is always the last man to leave the venue of poetry concerts and re-load the books on his back to carry them back home as Pukhtuns are not used to read books in general and Pushto books in special. And this reminds me Dr Sher Zaman Taizi’s couplet, “Every hostile power came to its end but could not harm Pushto and this proves the miraculous nature of Pushto.”

And to me, these miracles are in the form of insane lovers of Pushto like Akmal Lewanay who could not live a comfortable life among his fellow beings but could earn a unique name in the history of pushto literature, “A unique insane of my homeland.”

Tha Akmal lewantob ...........Dr.Israr

ليک : ډاکټر اسرار

اکمل ليونی په ړومبي ځل ما د مردان په يوه مشاعره کې يو شل کالۀ به ېې کيږي چې ليدلی او اوريدلی و- د څو ټوقو ټقالو نه علاوه ېې چې دغلته کوم غزل په خپل مخصوص ترنم کې اورولی و ، دا يو شعر ېې ماته د هغه وخت نه ياد دی

کم عقله خلکه تاسو غم او ښادي څه پيژنۍ
تيارۀ بې وسو له پرده ده ډيوې مه بلوۍ

ددغه شعر په وجه ورسره زما پيژندګلي پيدا شوه - دده اهميت او دده شعري استعداد راته معلوم شو - بيا چې په کومه مشاعره کې اکمل ليونی موجود ؤ ، نو خوشاله به ووم چې ځه که خير وي ، مشاعره به کاميابه او خوندناکه وي - او اوريدونکي به دا نه شي وئېلی چې دا موږ چاته راغونډ شوي يو

اکمل ليونے زما نه ډير مخکې د مردان شاعرانو پيژندلے او خوښ کړے وؤ او يوازې د مردان ملګرو څۀ چې اکمل د ميډيا د مدد نه بغير خپل شعر د ترنم د خوږو سره د پښتونخوا ګوټ ګوټ ته رسولی دے - او د لکونو پښتنو نه ېې داد اخستے دی -
اکمل وايي
ما د حيا نه پوهـ ځان ناپوهـ کړے ورته
داسې نور کم خلک پوهيږي څنګ چې زه پوهيږم
ددې داخلي شهادت په رڼا کې موږ وئېلے شو چې دے ليونی نه دے - خپل کور کلی ، لاره کوڅه ، حجره جومات ، خپل پردی ، دوست دښمن او خپله ډله ټپله پيژني -دے وايي چې ؛ ما د حيا نه ؛ خو زه وايم چې ده له قصده په دې غرض دا تخلص خوښ کړے دے ، دے د ليونو په جامه کې ګرځي ، د خلکو او د چاپير چل تماشه کوي ، ګوري چې دا خلک دا د کلو ، ښاريو او بازارونو خلک ، دا سرمايه دار ، جاګيردار ، دوکانداران ، زمينداران ، عالمان ، ليډران او د حکومت واکداران او اهلکاران څه کوي؟ دوۍ په ظاهره څنګه دي او ددوې باطن څنګه دے ، دی چې څه ويني ګوري ، په لفظونو کې د هغې تصويرونه جوړوي - او دغه د شعر تصويري آئينه خلکو ته مخامخ نيسي چې دا تاسو ېئ او دا ستاسو کارونه او دا ستاسو نمونې دي او ورته وايي

دې ژړا ويراو ماتؤنو ته دې خيال دے
دې قتلونو دې مرګونو ته دې خيال دے
انسانان لکه څاروي پکې خرڅيږي
دې ميلو دې بازارونو ته دې خيال دے
چې غل بري کړي کوټوال غريب پانسي کړي
د انصاف عدالتونو ته دې خيال دے
اسلام نه اسلام آباد ورپکې ستايي
دې وعظونو تقريرونو ته دې خيال دے

اکمل ليونے د خلکو شاعر دے - د اولس شاعر دے -او د اظهار لپاره ېې د اولس اسانه ژبه غوره کړيده - ځکه چې دده مخاطب عام اولس او ټول خلک دے - او هغوۍ ته هم د هغوۍ په روزمره او محاوره کې نيغه په نيغه خبره کوي - کله په سنجيده انداز ، خو زياتره په مزاحيه انداز کې خپل خيال وړاندې کوي - دده مزاح او طنز مقصدي او تعميري دے - ځکه چې دی د خلکو خيال او پام د هغوۍ غلطو ، کمزورو،ګمراهو او منافقتونو ته راګرځوي - دده د نظمونو او غزلونو هم دغه مرکزي موضوع ده - دۀ خپل غمونه هير کړي او د خلکو غمونه ېې خپل کړيدي - دا خبره دے په يو رنګ او کله په بل رنګ کې د خلکو مخې ته ږدي - ؛ ځمه ددې کلي نه ؛ نومې نظم کې ېې دغه غم څه په دې رنګ ژړلی دے :
نور ورپکې نه اوسمه ځمه ددې کلي نه
کډه په حيا کې چرته وړمه ددې کلي نه
نور ورپکې نه اوسمه زړه مې ترې موړ شوی دے
ننګ غيرت د خلکو د زړګو نه نچوړ شوی دے
اوس د پښتنو تاريخ هير شوے دے زوړ شوے دے
څه به وايم ښاری ناپرسان ترېنه جوړ شوے دے
زه خو قدرتي له وېرې مرمه ددې کلي نه
کډه په حيا کې چرته وړمه ددې کلي نه
دا چې
ختم شريفان شو بدمعاشان ېې مشري کوي
وينم چې د امن قاتلان ېې مشري کوي
نوره مې د خېر نه کيږي طمعه ددې کلي نه
کډه په حيا کې چرته وړمه ددې کلي نه
په نني وخت کې دا د پښتنو د هر کلي نقشه ده - چې اکمل په لفظونو کې راکښلې ده ؛ اوسه پکې مه؛ ، ؛غل؛ ، ؛انصاف؛ او ؛ حق او باطل؛ نومې نظمونو کې ېې هم دغه ژړا ده -
اکمل ليونےيو نظرياتي او قام پرست شاعر دے - داسې شاعر چې تشې خبرې نه کوي قول ېې د عمل او عمل ېې د قول مطابق دے - د پښتنو د قامي تحريک سره پوخ تړون او کلکه وابستګي لري - ړوند تقليد نه کوي - په نورو د تنقيد کولو سره د خپلې ډلې د ليډرانو په کمزورو او غلطو هم تنقيد کوي - په ځينو نظمونو لکه انقلاب ، پښتو او پښتون ، چغه ، پښتونخوا او د مزدور حال ېې سياسي رنګ زيات غالب دے چې خپله قامي او طبقاتي وابستګي ېې پکې ښکاره کړيده ، په ؛ رښتيا ؛ نومې نظم کې پرې د پتولا د ډډې شوی دے
زه په خپل کور کې د اوبو ډوډۍ حق دار يم کنه
ما نه چا اونکړله پښتنه چې نهار يم کنه
د دوزخي ګيډې له لاسه ګناهنګار يم کنه
دومره څوک نه وايي چې روغ يم که بيمار يم کنه
د وطن داسې مشرانو ته به څه اووايم
دې پښتنو ته به په خپله ژبه مړه اووايم
اکمل ليونے ډير ګرځيدلے او لوبيدلے شاعر دے، د ډيرو تماشو نه پس په دې نتيجه رسيدلے دے چې

دروغ وايي رښتيا خبره کوم ده چې چا اوکړه
ښه سپينه او صفا خبره کوم ده چې چا اوکړه
جرګه کې د سپين روبو بزرګانو مشرانو
د غلو هغه د غلا خبره کوم ده چې چا اوکړه
هر خوا ته د مړې خيټې خبرې دي چې کيږي
د وږو د مرضا خبره کوم ده چې چا اوکړه
(ګلونو ماشومانو) او (سپرليه په خيرونو) کې اکمل د خپلې شاعرۍ يو بل رنګ هم ښودلے دے - په ړومبي نظم کې ېې چې د قام ماشومانو ته لکه د لقمان حکيم کومې د کار خبرې کړې دي ، هغه د نوټ کولو جوګه دي - په دوهم نظم کې ېې د سپرلي د راتلو ښکلې منظر کشي کړيده -
دې للمو ته چې ګورم پکښې پولې که پټي دي
قدرت پرې غوړولي څادرونه د شينکي دي
راکاږي ځان ته زړونه ښکلاګانې د فصلونو --- سپرليه په خيرونو
پېشتری که چيلو ، کورکمانے که تروپکے دے
قدرت پرې دور راوستو که کندو کې شلخے دے

اکمل ليوني په دې کتاب کې غزلونه هم شامل کړيدي - د غزل په شعرونو کې ېې هم پختګي شته - ژبه ېې اسانه او روانه ده - د سنجيدګۍ نه ور کې د مزاح او طنز چاشني زياته ده -
وخت د رښتياؤ دی په زوره وايم
ما له خبره په مزه نه راځي
ښکليه ياره چې ېې څومره ترخوې ته
عجيبه ده لا خوږيږي ستا خبرې
ما درسره سم سپين ږيری ځان وړوکے کړيدے
يه د ليوني اکمل جانانه مجبوري مې ده
دې وخت د ملاقات کې خو څوک مه راولی خدايه
د لاسه مې نيولی ، ودرولی دی جانان
سرۀ سپين د چا نه ، نه وړم کليوالو تنګ نظرو
د مينې ليونی د ديدن غلا ته اوړم راوړم
داسې به په دې مجموعه کې لوستونکي د اکمل نور ډير ښه ښه شعرونه ولولي او پوره خوند به ترې واخلي - په دې مجموعه کې څو مرثېې او څو سهرې هم شاملې دي - غم او خوشحالي د انسان ژوند سره تړلي څيزونه دي - د ملګرو په وادۀ خوشحالۍ ، خوشحاله کيدل او په جداېې ېې غمجن کيدل قدرتي خبره هم ده - او د شاعر د خپلو دوستانو مشرانو او کشرانو سره مينه او علاقه مندي هم ښکاره کوي- او د ټولنيز ژوند سره دده کلک تړون هم څرګندوي -

دا د اکمل د شعرونو دريمه مجموعه ده چې د پښتو ژبې مئينانو ته ېې ډالۍ کوي - اکمل پښتانۀ او پښتانۀ اکمل پيژني - چې يو رښتونی شاعر دے - مخلص دے - په دې غريبه غريبۍ کې او په داسې وخت کې چې د څنګ ډير ملګري ېې په يوه يا بله بهانه د قافلې نه بېل شوي دي ، دۀ د باچا خان د پښتو ، پښتونولۍ او د پښتون د وحدت او ورورولۍ بيرغ هسک نيولے دے - ځکه خو د پښتنو اکمل ليونے او دده شاعري خوښه ده - ددۀ شعرونه په ډير شوق اوري او ددۀ کتابونه اخلي او لولي ېې -

محفل کې د خبرو د کؤلو خلک ډير وؤ
اکمله بې له تا خبره کوم ده چې چا اوکړه
ډاکټر اسرار

هوتي مردان

No comments: