Total Pageviews

Monday, July 30, 2007

Da Afghanistan aw Pukhtano la para/sadullah Jan Barq

دافغانستان او پښتنودپاره-5
wahdatdaily.com

نن که طالبان دى نودهغوى شاته هم دښمنان دى يادافغانستان اواسلام نادان دوستان دى اونادان دوست ددښمن نه زيات خطرناک دى .

دغسې که کرزے دے اوکه دهغه رژيم دے نوهغه خو ښکاره خبره ده چې غريبانانو صرف نومونه دى اوکه ورته فکروشى نوډير دمزې صورت حال دے بلکې که ورته ائيډيل صورتحال ووئيل شى نوډيره به صحيح وى دامريکې دپاره ددې نه بله ښه خبره کومه کيدے شى بلکې ټولو کافرانو دپاره دخوشحالى خبره ده چې که دې خوامرى نوهم افغاے مرى اوکه هغه خوا مرى نوهم افغانى مرى بلکې په غيرجانبدارانه نظرکه ورته په مذهبى سترګه وګورو نو ديخوا هم مسلمان مرى اواخوا هم مسلمان مرى ديخواهم افغان بچى يتيمان کيږى اواخواهم دې خوا هم افغانۍ تورسرې کونډيږى اواخواهم.. منم چې که يونيم کافر هم پکښې مړ شى خودلويو مقاصدو دپاره قربانى خو ورکول دى اوکه دايساف څوک سپاهى مړشى نوهغه هم دعام اولس وګړے دے سيراوړو دپاره راغلے دے دسپينې ماڼۍ او ډاوئنګ سټريټ پرې څه؟

په يولحاظ زۀ دحامدکرزى طرف داريم اوبله دا چې افغانان دحامدکرزى نه هيڅ دګيلې حق نۀ لرى ځکه چې هغه له دامنصب اوداحيثيت نه افغانانو ورکړے دے نه مسلمانانو نوچې په مکمل ډول ورله هرڅه هغوى ورکړى دى نودهغې غريب په لاس کښې څه دى ؟ چې چاله ئې ورکړى صرف هغه څه ورکولے شى کوم چې دۀ له ورکړے شى دسوال يارى ده نه ئې چاته افغانان شته نه مسلمانان نه طالبان نه مجاهدان اونه هغه غټ خيټى مشران چې لړمونونه ئې دډالرو ډک دى حقه خبره خوداده چې افغانانو اومسلمانانو هيچاله هم څه قوت نه دے ورکړے دے وړې وړې ټکړې واړۀ واړۀ مفادات وړې وړې کمانډرۍ دشمير نه وتلى پارټۍ اودشمير نه وتلى جنګيالى بادشاهان په دې باندېې خوقومونه جوړيږى نه تباه کيږى .

ددې مسئلې اصل حل صرف اوصرف دادے چې افغانان صرف دلوئى افغان کورجوړولو دپاره خپلې وړې وړې کوټنۍ ورانې کړى خودا خبره هم بايدصفاکړم چې اوس خبره دتورې ټوپک نه وتلې ده دافغانستان پاره پاره ګريوان سورۍ سورۍ لمن اوريښې ريښې پګړۍ ګنډل غواړى اوګنډل په توره ټوپک نۀ بلکې په ستنه اوتارکيږى ترکومې چې افغانانو ديخ دماغ اوتدبير((ستن)) اوداتفاق اومينې ((تار)) نه وى را اخستے نود افغانستان دشليدلى اوچرړه چرړه جامې ګنډل ممکن نۀ دى .

اوس هم موقع ده چې دغه کرزے دې وى بهادرى پريږدئ شهيدان اوغازيان دومره بس دے ددې حل دادے چې هم ددې کرزى لاسونه مضبوط شى رو رو په قلاره قلاره په مينه مينه ورورولۍ مضبوط کړے شى اوچې کله افغانستان يوموټے شى نو ښه مضبوط سوک به ترې جوړشى خوداسوک به دجنګ دپاره نه وى بلکې پينځه واړه ګوتې به دخپل مرام او خپل مقصد اودخپل تعمير ملغلره په دې موټى کښې کلکه ونيسئ .

زمونږ دوړاندې داسې يونه بلکې په زرګونو مثالونه پراتۀ دى دجنګ عظيم دويم نه پس چې جرمنى اوجاپان کومه ماتې خوړلې وه اوڅومره بربادى شوې وه هغه دافغانستان نه ډيره زياته وه د دواړو ملکونو وجود زخمى زخمى پرهر پرهر اومات ګډ پروت ؤ اوامريکې ورسره ددښمنۍ په پرده کښې يوه داسې نيکى وکړه چې که امريکانيانو ته پته وے چې دابدى اودښمنى به ددې دواړو ملکونودپاره لوئى خير ثابتيږى نوچرې به ئې نه وه کړې .

نيکى داوه چې جاپان اوجرمنى باندې ئې دفوځ نه ساتلو پابندى ولګوله يعنې بې وسلې ئې کړل تاريخ اوټولې دنياته پته ده چې هرملک اوقوم دټولونه لويه بدنصيبى دهغه فوځ او وسله وى ځکه چې فوځ به په دښمن باندې حمله چرې کوى يانه کوى ددفاع نوبت به راځى يانه راځى خواوله حمله ئې په خپل ملک وى دملک بهترين زلمى اوبهترين دولت په يوداسې کارکښې ولګولے شى چې فائده ئې هيڅ نۀ وى .

نو کله چې په جاپان اوجرمنى دغه رحمت الهى وشونوهغوى خپل بهترين زلمى اوبهترين دولت دکسب هنر اوټيکنالوجۍ په کارواچولو اوپه يو څوکاله کښې دومره لرې لاړل دومره مضبوط اقتصاد ئې جوړکړو دومره عظيم الشانه هنرى حمله ئې په ټوله دنياوکړه چې اوس ورته امريکه وائى چې تاسولږ فوځ وساتئ خوهغوى ورته وخاندى وائى ولې ؟

بلکې تردې حده پورې خبره رسيدلې ده چې امريکه دجاپان په داخلى سياست کښې کوشش کوى چې فوځ پرې وساتى او چين سره ئې ښکر په ښکر کړى .

هم دغه لاره دافغانانو دنجات هم ده تمام جذباتى دهوکې به شاته غورځوى وسله به چرته ژوره کنده کښې ښخوى دبهادرۍ داخطاب به واپس کوى دتورې په ځائې به بيلچۍ سکوره لور اورمبے راخلى دټوپک په ځائې به قلم خوښوى دټينک په ځائې به ټريکټر ګرځوى اوداسمان نه به دبمونو په ځائې دباران سوالونه کوى .

کارډير ګران دے دصدو صدو بلکې هزارو هزارو نه پاخه شوى عادتونه په اسانه نۀ شى پريښودلے بيخى دپوډرو دپريښودلو بلکې دهغې نه هم ګران کار دے خوکه قوم ملک اومذهب هم بچ کول غواړى نوداتريخ ګوټ به تيرول غواړى يو دوژلو په ځائې ژوندى کول ډير ګران کار دے هغه داردو يوشعر دے چې .

نشه پلا کے گرانا توسب کوآتاهے

مزه توجب هے که گرتون کوتهام لے ساقى



نوزماپه نظر کښې دتعليم صحت روزګار سيراوړو اودانورې مسئلې لوئى مسئلې نه دى ځکه چې دا انفرادى مسئلې دى حل دقومى مسئلې پکار دے انفرادى مسئلې بياپخپله ورسره ورسره هواريږى دالوږه تنده بربنډه اودر په درى به مونږ په پردو خيراتونو پالو دسوال په اوبو اودسوال په دانو جرندې نه ګرځى اوسړے دسوال په ټکړه نه بلکې دخپل شکرى په ډوډۍ مړيږى .

څه خيال دے داسې به وشى ؟ ګرانه ده خوناممکنه نۀ ده صرف دومره قدرې کول غواړى چې هيڅ به کول نه غواړى يعنې دا اوس چې څه کوى دابه پريښودل غواړى ددنيا په تاريخ کښې يوملک اوقوم هم په جنګ نه دے جوړشوے په مينه جوړشوے دهند په تاريخ کښې يوبادشاه هم څوک مسلمان کړى نۀ دى چې څه مسلمانان شوى دى نو درويشانو په مينه مسلمانان کړى دى .

No comments: