Total Pageviews

Wednesday, July 25, 2007

دافغانستان او پښتنودپاره / Da Afghanistan aw pukhtano la para

سعدالله جان برق
رښتيا دروغ

اوله برخه

زمايو ډيرزړۀ ته نزدې افغانى روردښاغلى مصورقريشى په نوم يو خط کښې وئيلى دى چې افغانان وروڼه مانه خفه دى ځکه چې ما ددوى دستونزو تکليفونو او کړکيچونو په باره کښې کم ليکل کړىدى اوداخبره سل په سل رښتياده خودافغانستان په باره کښې دنه ليکلو ياکم ليکلو وجه دانه ده چې افغانستان او افغانانوسره زماڅه بغض ياعناد دے بلکې اصل کښې زۀ ويريږم اود دوو خبرونه ويريږم يودخپل ځان نه ويريږم چې زۀ بده مرغه دکونډې زوې يم اوبل ددې خبرې نه ويره لرم چې ددې دومره تباه کارۍ پرته هم زمونږ افغانى وروڼه دجذباتو دسمندر نه را وتلى نه دى اودافطرى خبره ده چې جذباتى هم جذباتى خبرې اوريدل غواړى اوپه حقيقت يادخپل عيب په ګته کولو سخت غصه کيږى دوى باندې هم دهغه نام نهاد خلقو خبرې ښې لګى چې ځان نه دافغانستان ياافغانى مسئلو ماهرين اودافغانستان خواخوږى وائى .

اول به زۀ دخپل ځان باره کښې داخبره صفاکړم چې زۀ څنګه دکونډې زوې يم دادپښتو ډيره مشهوره قيصه ده چې يوه ورځ د کونډې زوې په ژړا کورته راغلو مورته ئې ووئيل چې زۀ فلانى ووهلم مورورته وئيل زويه داخلق ولې تاوهى چې تۀ هروخت دچادلاسه په فرياد راروان ئې زوې ورته ووې مورې داځکه چې زۀ رښتيا وائم مور ئې ورته وئيل داولې ؟ په رښتيا ؤ هم لاڅوک خفه کيږى زوې ورته وئيل مورې په رښتياؤ هر څوک خفه کيږى اوس که تاته مې رښتيا ووې نوتۀ به مې هم ووهې مور ئې ورته وئيل نه يره په رښتياؤ به زۀ تاولے وهم زوې ئې وئيل ښه نومورې دا راته ووايه چې زما دپلار خوډيره موده وشوه چې مړ دے نوتۀ اوس داشونډې چاته سرې کوې اونکريزې لګوې نور ډول سنګار کوې مور ئې زر چيترې ته لاس کړو وئيل وئې ته خله دې ماته شه داستاخبره وه چې اودې کړه. نودغه دکونډې زوې زۀ هم يم . زماپه نزد داسې ډير څيزونه فريب اودهوکه دى چې خلق پرې ځانونه وژنى اودشهادت مرتبې حاصلوى ددې ټولو حقيقت صرف دومره دے چې څوکسه هوښيار دبې شماره احمقانو په ذريعه خپل مقصدونه پوره کول غواړى نوڅه ناڅه داسې جذباتى څيزورته وړاندې کړى چې دوى پرې ګرم کړى اووې جنګوى .

اودافغانستان داټوله مسئله هم ددغې جذباتى استحصال نه پيدا شوى ده خوپه دې خبره دپوهيدو دپاره به داخبره لږه ويړه کړو دايوازې په افغانستان کښې نه بلکې په ټوله دنياکښې کيږى اود زرګونو کلونو راسې کيږى دادهغه وخت نه راشروع شوى سلسله ده کله چې انسان په دووډلوکښې تقسيم شو حکمران اورعيت يابادشاه اوغلام ياتورې والا اوبزګرکسب ګر په هندى اساطيرو کښې داډلې دکش تورى کشترى اوويش په نامه ياديدلې اوداخالص پښتوټکى دى کشترى کش تورى ياتورې والا داکشش تورى په يووخت کښې تورانيمان هم بللے شوى دى اواساک (اسونو واله) هم بيادوى کښې ډير شاخونه وو خولنډه دا چې يوهغه حکمران ؤ چې لاس کښې ئې توره وه اوخپل رعيت ته ئې وئيل چې زۀ ستاسو دملک اووطن اوستاسو دمفاداتو محافظ يم نوستاسوفرض دے چې اوګټئ اوپه مونږه ئې وخوروئ ددوى يونوم بهادر ياترباطر ياباتور هم ؤ .

دلته داسپيناوے ضرورى ګڼم چې داخبرې به تاسو ته يقيناً چې نوې ښکارى ځکه چې عام تاريخونه هم ددغه تورې واله کشتريانو په فرمائشونو هم ددوى په دربارونو او ددوى په مرسته ليکلے شوى دى کله چې بياانسان لږ نور بالغ شو اودجسم نه علاوه دۀ يو ذهن هم ولرلو نوصرف دجسمانى محافظ کشش تورى د پاره يوازې دقابوکولو نه ؤ نوکشترى ځان له روحانى اودينى مرستيال پيداکړو. دهند تاريخ او نورټول تاريخونه وګورئ نومذهبى پيشوا يا بامبړ ډير وروستو پيداشوے دے اودا دواړه ديوبل مددګار ؤ بامبړ به بادشاه ته ديوتاګانو زوې وئيلو اوبادشاه به د بامبړ سرپرستى کوله دغسې زمونږ په دې اسلامى دور کښې هم موجودؤ چې مذهبى بامبړ به ورته په ډکه خله ظل الله اوظل الهى ( دخدائى سورے) وئيلو دخدائى دسورى مطلب څه شو دخدائى جسم شته چې سورے ئې وى ؟


دويمه برخه


داخبره ډيره اوږده ده خولنډه لنډه ئې کوو چې په انسانى معاشره کښې هميشه هم ددغه دوو استحصاليانو بالادستى قائمه راغلې ده اوخپل ددې حيثيت دبرقرار ساتلو دپاره دوى هغه تمام نظريات په خپله قبضه کښې راوستى دى کوم چې کله هم دانسانيت دستونزو دلرې کولو دپاره راغلى دى .

نبيانو رسولانو پيغمبرانو او نورونظرياتى مصلحينوتمام نظريات بس څه لږ په خپل اصل صورت کښې پاتې شوى دى اوبياډير زر پرې دغه استحصاليانو قبضه اچولې ده دخپل مطلب شکل ئې ورکړے دے اوداولس په ملائې خپله سورلى برقرار ساتلې ده. دڅلورو اولنى خلفاؤ نه پس يوبادشاه هم دخلافت په معيارپوره نۀ دے بلکې په هر لحاظ باندې مطلق العنان بادشاه ؤ .

دبادشاهانو اوحکمرانې ډلې دايومشهوره طريقه ده چې داولس دجذباتى استحصال دپاره داسې څه ناڅه راپيدا کړى چې هغوى ګرم کړى دمذهب دپاره ،وطن دپاره ان ادب دپاره جنګونه ټول ګپ دے ددې ټولو جنګونو مقصد دحکمرانې ډلې دمفاداتو جنګ وى دمثال په طور چې زرکسيز په يونان حمله کوله نودپښتنو يونانيانو سره څه دښمنى وه چې دوى لاړل اوهلته ئې ((بهادرى )) وکړه اوددغه بادرۍ قيمت بياسکندر دهغه زرګونو کپرو نه وصول کړو کومې چې هغه دپښتنو په علاقه اورغړولے دايران اودافغانستان ديوبزګر مزدور ترکان جولا، خټ ګرحتى سپاهى سره ئې خپله څه دښمنى وه ؟

هيڅ هم نه خودواړه خپلوحکمرانانو ديوبل دښمنان کړى وو ديوسپاهى دبل ملک د سپاهى څه دښمنى ده خوهغه هم دسيراوړو دپاره نوکرى کوى اودے هم دافغان طالب دافغان عسکرسره څه دښمنى ده دواړه دخپلومشرانو نه مجبوردى .

دازادۍ اوغلامۍ خبره به وکړو هندوانو دانګريزانو حکومت ته غلامى وئيله خوداهندوان څوک دى داهم هغه ارياوو چې دوسطى ايشيا اوسيدونکى وو اودهندى دراوړو نه حکومت ترلاسه کړے په نسلى لحاظ خودواړه انګريز اوهندى اريادى يونانے اوايرانے هم ارياؤ خودې خبرې ته دچاهم خيال نه دے چې دوه کسه ديوبل دښمنان کيږى ولې ؟ ځکه چې هريوته خپلوحکمرانانو او خپلومشرانو په غوږ کښې دا اچولى دى چې فلانے ستادښمن دے حالانکې اصلى دښمن د دواړو خپله حکمرانه ډله ده اوداجګړه په ((ښکار)) وى چې دا ((ښکار)) زمادے بل به ئې رانه څنګه اخلى دبل ملک بل مذهب يابل بادشاه فوځ مې راشى نوهغه به زمانه څنګه اخلى خو هم دغه به رانه اخلى کوم چې رانه خپل باچااخستے دے يوسپے چې دبل نه هډوکے اخلى نوهډوکى سره ئې هيڅ همدردى نه وى بلکې ځان له ئې ترې اخلى .

په دې سلسله کښې يوه مشهوره قيصه ده وائى چې درې کسه ملګرى په يوځائې کښې ناست ووخوشحالى ئې کوله ځکه چې ظالم حکومت بدل شوے ؤ اوخپل قومى حکومت راغلے ؤ هغه ظالم حکومت به ددې دريو کسانونه ټيکس اخستو يو چې هقان ؤ هغه نه به ئې من غله اخسته بل چې جوله ؤ هغه نه به ئې يوتان کپړه اخستله دريم شپون ؤ چې هغه به يوګډ په ټيکس کښې ورکولو اوهغه ظالم حکومت نن ختم شوے ؤ دوى لاخوشحالى کوله چې وروټکيدو چې وې کتل نوهم هغه کوتوال هم دهغه سپاهيانو سره راننوتو وئيل کوم ځائې پټ يئى تاسوته پته نشته چې زمونږخپل قومى حکومت راغلے دے اوددې حکومت سره مددکول زمونږ فرض دى دوى ورته وئيل چې نومونږ څه وکړو کوتوال ورته وئيل شابه کړئ دهقانه تۀ فوراً دوه منه غله راوړه جوله دې دوه تانه کپړه راوړى او اے شپونکيه ته دوه ګډان راوله اصلى خبره داده چې دحکمرانې ډلې نه مذهب وى نه ئې وطن وى نه ئې عقيده وى نه ئې قوم وى اونه نظريه داڅيزونه هغه دموقعې په مناسبت استعمالوى که په کافر حکومت حمله کوى نومذهبب راواخلى که هم خپل هم مذهب سره ئې جنګ وى نوقوميت راواخلى که قوميت ئې هم وى نووطن که داهم نه وى نو نظريه علاقه ژبه څه ناڅه خوراپيدا کړى .

په روس کښې چې اوس اوس کومه نظريه ډيره په زورشور دزار روس اودهغه دډلې خلاف پورته شوې وه دهغوى نعره د ظالم نه دغريب خلاصول وو خو چې غريب په ځان پوهيدو نوپه سر ئې بل حکومت ناست ؤ خونوم ئې بادشاه نه بلکې پارټى وه دغه روس چې افغانستان باندې راغلو نوامريکا دافغانانو دترور زوې نۀ ؤ چې دوى دغمه ئې ځان پکښې شامل کړو. دغه وخت موثره وسله مذهب وه دجهاد ډول وغږيدو داسوچ هيچاهم ونه وکړو چې داکومه وسله ماله نن دلته دجهاد دپاره راکوى هم دغه سلسله ئې هلته اسرائيل له دمسلمانانو دجهاد په خلاف ورکړې ده.

اودپښتون خولابله الميه هم ده دزرګونو کالوراسې دې په يوه داسې زمکه ژوندکوى چې هميشه پرې دجنګ وجدل سيلابونه تلى راغلى دى کله ارياکله مغول کله تا تاريان کله يونيانان کله عرب کله ايرانيان کله يوچى کله هن اوددې بل طرف نه کله هندى ارياکله سکهان کله مغل بادشاهان ، کله انګريزان اوکله دا روس چې څوک دى نود جنګ وجدل په فضاکښې لوئې شوے پښتون ډيربهادر جنګيالے مارشل اوتوره بازقوم وبللے شو چې هريو راغلے دے په شائې ټپولے دے چې تۀ ډير بهادر ئې کله ئې څوک يونان ته مخه کړى کله ئې څوک مصرته بوځى کله عربوته اوکله بيا جرمن اوافريقې ته بازوئې شمشرزن يم زۀ يم زمرے له مااتل نشته.

حالانکې اصلى خبره بله ده چې کولے ئې نۀ شو يعنې تۀ ازمرے نۀ ئې بلکې هغه بارګير ئې چې هرچادرباندې خپل مطلب بارکړے دے دبهادر توب ننګيال توب جنګيال توب دغه لکۍ در پورې داسې تړلې ده چې په هيڅ طريقه ترې نه هم خلاصيدے نۀ شى که د چاهرځائې جنګيالى پکاروى نودوى ورسره روان دى .

سائرس له بابل دے ګټى، زرکسيز له يونان دے ګټى، سکندر له هندوستان دے ګټى، بابر له هندوستان دے ګټى دمغلوسلطنت دے ګټى، انګريزانو له جرمن دے ګټى ، امريکې له روس دے ګټى، اوس اسلام دے ګټى په دې لړکښې زۀ دمذهب خبره چيړل نه غواړم ګنې بيابه دا خبره هم سپينول غواړى چې جهاد څه وى مذهب څه وى دين څه وى ،اوايا جهاد نه بلکې قتال دچا خلاف کول پکاردى څنګه کول پکاردى اوڅه دپاره کول پکاردى اودا په افغانستان يانورو ځايونو کښې دجهاد په نوم څه کيږى په دې کښې داسلامى جهاد کومه نخښه ده .
نودغه اړخ به ئې نه چيړو ځکه چې بيادهغه ټولو پرده نشينو نومونه اوڅهرې ښکاره کول غواړى چې دمذهب دڅادر لاندې صرف دډالر بندګان دى اوددين په نوم ددنيا په دې بازارکښې څه څه سوداګانې کوى .

اوس به راشو موجوده صورتحال ته يوطرف ته کرزے دے بل طرف ته د مخالفينو په نوم خلق دى زۀ بنيادى طورهيڅوک هم ګرم نه ګڼم هغوى هم ديوې داسې دسيسې ښکار دى چې ددين مقدس نوم پرې ليکلے شوے دے بلکې که په ژور نظروکتلے شى نو ددې ډرامې ټول کردارونه خودمختار نۀ دى بلکې د مختلفو مجبورو ښکار دى هرکس دخپل تربيت چاپيرچل اوتعليم نه مجبوردے دهيچا نه مونږ داتپوس نه شو کولے چې داتاسو څوک وژنئ داڅوک دى ! که کافران دى نوتاسو دخدائى نه زيات دوژلو قوت لرى چې هغه ئې نه وژنى ساتى ئې رزق ورکوى نوتاسوله دا اختيار چا درکړے دے اودکوم کتاب دکوم ايات نه ئې درکړے دے اوداتپوس ترې ځکه نۀ شوکولے چې مونږ ته پته ده چې دوى هم وو هغه هومره مجبوردى لکه څومره چې يوه توره ټوپک يابم دخپل چلونکى په لاس کښې مجبوروى .

که دتعصب نه پاک اوبې طرفه اويخ دماغ وکتلے شى نو جنګيالى ځان وژونکى ترهه ګر اوداسې نورعناصرهم دومره بې ګناه دى څومره چې يوه توره ټوپک کيدے شى . اصلى ګناه ګار ددوى شاته هغه خلق دى چې دخپلو مقصدونو اوغرضونو سرکولو دپاره ئې ددوى په مزغوکښې دغه دقتل قتال جذبه وراچولى دى نورټول حواس ئې ورله بيکاره کړى دى .اوصرف او ووژنه، يامړشه، يوه جذبه ئې پکښې وراچولې ده په اخبارکښې ديوکمانډر درې معصوم بچى مونږ ته ډير څه وائى خوکاش چې دۀ دخپل مرګ نه وړاندې دغه ديتيمانو په شکل کښې دغسې په اخبارکښې ليدلے وے . يائې دهغو خلقو بچو دخپلو بچوپه نظرکتلے وے . کوم به چې دۀ دافغانى فوځ ديوسپاهى کيدو په جرم کښې واجب القتل ګڼلو. حالانکې دغه افغانى عسکر بل د هيڅ جذبې اونظريې دلاندې عسکر نه وو بهرتى شوى چې بال بچ له د دوو وختوډوډۍ وګټى درست ده قتل قتال وشو چې څوک جنت ته تلل هغوى جنت ته لاړل اوچې څوک دوزخى ؤ هغه دوزخ ته ورسيدو خود دواړو دايتيم بچى به اوس هم ديوکلى په کوڅوکښې خيرغواړى ددوى مرام جنت دوزخ نه دے بلکې کپ ډوډۍ ده نودابه ښۀ نه وه چې دا دواړه ژوندى وے اوبال بچ ئې دخپلې عقيدې مطابق لوئى کړے وے نوکم ازکم د دواړه دغه لس اته کساه بال بچ خوبه دوى دخپلې عقيدې مطابق ساتلے وے اوس ئې څومره مسلمانان کړل ؟

وژل خوڅه کارنامه نۀ ده اوبل داکار خوخدائى پاک زمونږ نه په ډيره ښۀ طريقه کولے شى که هغه وغواړى خونن داټول کافران درله په يوه لحظه کښې وژلے شى نونه ئې وژنى اوځکه ئې نه وژنى چې ښۀ اوبده دواړه لارې ئې ورته ښودلے دى او تراخره موقع ورکوې نوتۀ ولې موقع نۀ ورکوى اووژنې ئې .

خوزۀ داهم وئيل غواړم چې په دې سلسله کښې دپښتون صرف دومره ګناه ده چې دۀ له چادادبهادر خطاب ورکړے دے .نوهغوى خوپه خپل مقصد پوره کولو خوداجر ددۀ دومره خوښ دے چې دځانه ئې لرې کولو ته هرګزتيار نۀ دے که د جنګ موقع نه وى نوبيا خپل رور عزيز سره اړم وى اودخپلې بهادرۍ اظهارکوى اوکه دجنګ دپاره ورته شپيلے ووهلے شى نوبيا خو په دوو دوو پړوهم نه ټينګيږى قولنګى چرګ دے که خپل وى که پردے وى که ثواب وى که عذاب وى خوددۀ په لکۍ پورې چې کوم دبهادرۍ((چج)) تړلے دے دهغې نه مجبور دے .


دافغانستان اوپښتنودپاره

په دې سلسله کښې هرقوت چې راغلے دے نوددۀ ددغه بهادرۍ نه ئې فائده اخستې ده که مغل راغلے دے که ترک راغلے دے که يونانے راغلے دے که سکهـ راغلے دے که انګريز راغلے دے که روس راغلے دے اوکه امريکا راغلې ده مقاصد دهغوى خپل وو اودجنګ وسله ئې بهادرپښتون ؤ بخښنه غواړم هغه بل نوم مې وانه خستوکوم چې دبهادرۍ سره په جنت کښې دشهيددپاره اويااويا ميله محلونه هم جوړکړى دى نن سبا چې زۀ دپښتون يوعجيبه غوندې خيالات اورم نوخندا هم راشى اوژړا هم .مثلاً مونږ مسلمانان دجنګ خلاف يو اسلام دامن اوسلامتۍ مذهب دے خوبيايودم پاټلۍ بدله کړى مونږ انګريزان وزغلول روس مو دړې وړې کړو امريکه به هم خاورې کړو مونږننګيالى پښتانۀ به دکفر بيخ بنياد وباسو دادکفر بيخ بنياد وباسى چې په قيصه خانه کښې مرحبا هوټل کښې او نوروځايونو کښې ((خلق)) وژنى په افغانستان کښې ئې دومره عسکرو باندې ((بريد)) وکړو چې اتلس کسه عسکر اويوامريکنے پکښې مړشو .

اوپه دې لاتراوسه نه دے پوهه چې دۀ يوطاقت له هم شکست نۀ دے ورکړے بلکې هغوى خپل مقاصد پوره کړىدى .

ددې مثال دپاره لږ دپښتنو په خاوره نظر واچوئ تمام طاقتونه که په خپلوکښې وران دى که جوړ دى کم ازکم په دې يوه نقطه اتفاق لرى چې پښتانۀ به خپلوکښې يوکيدوته نۀ پريږدى دائې قبائيلى دى اوهغه وائى ((چې په خلوچې مونږ قبائيلو په دنيوکښې دټولو نه بهودرون يو)) دصوبې رعيتى پښتانۀ او قبائيلى پښتانۀ په خپلوکښې دومره توپير لرى لکه څومره چې هندوستانيان اوپاکستانيان لرى هلته دډيره اسماعيل په مخ په سويل پښتانۀ دشمال دپښتنو نه ځان دومره بيل ګڼى لکه څومره چې اوبۀ اوغوړى خپلوکښې بيل وى اودافغانستان پښتانۀ خوظاهره خبره ده.

دادپخوانو امرانه طاقتونو ياسامراجيانوهم پاليسى وه اواوس هم ده چې دخپلومقاصدودپاره ئې کوم قومونه جنګى قولنګيان يعنې بهادران کړىدى هغوى په هيڅ شان هم يوکيدو ته نۀ پريږدى يوکښې ئې يوقسم زنځير اچولے دے بل کښې بل قسم خپلې ګټې دپاره ئې جنګوى خوکه لږ دقابونه بهر کيږى نوزنځير ئې راکاږى په دې نزدې سيمه کښې دريوقومونو سره ئې داسې کړى دى پښتانۀ چې په څلور ټکړوکښې ويشلى شوى دى بلوچ هم په څلورو ټکړوکښې تقسيم دى اوبل بدنصيبے بهادرقوم کرد دى چې هغوى خوئې په شپږ اوو ټکړوکښې بيل بيل ساتلى دى .

زماملګرى زمانه ګيله کړې ده چې زۀ دافغانانو (حالانکې زۀ دافغان اوپښتون داتقسيم هم نۀ منم ) دستونزو په باره کښې څه نه ليکم نوزۀ څه وليکم داچې نړۍ دې افغانانو له دبيا ودانۍ دپاره امداد ورکړے.ولې نړۍ زمونږ ټيکه واخستې ده چې مونږ دې ئې ورانوو اوهغوى دې ئې راله جوړوى نړۍ زمونږ ترورده چې راشى اوزمونږ کورجوړکړى نړۍ به بس مونږ مونږ امدادونه راکوى مونږ به هغه امدادونه په غټوغټو خيټو ننه باسو نړۍ دې راشى اوزما اوزما درور ترمينځه دې روغه جوړه وکړى ولې ؟

خانيه نړۍ کښې هرفرد خپل مقاصدلرى هغه چې ماله يوه روپۍ راکوى نوددريو روپو طمع لرى هغه چې خپل وطن پريږدى اودلته راځى نوزما دپاره نه بلکې دخپل وطن دګټې دپاره راځى زمانه بلکې خپل وطن جوړوى .

ماته ښۀ معلومه ده زۀ دافغانستان دامورو په ((ماهرينو)) کښې نۀ يم شامل خودومره راته پته ده چې دافغانانو ستونزې څه دى يوه ستونزه خوداده چې دلته ډير په تيزۍ سره ده يتيمانو شمير زياتيږى ځکه چې دطالب بچى هم يتيمان وى اودهغه کافر عسکرهم کوم چې دبال بچ دپاره دسير اوړو ګټلو په تکل کښې دوىته يتيمى ور په غاړه کړى بله ستونزه ئې داده چې دافغانستان زمکه هسې هم کمه ده اوکه مقبرې هم دغسې په زياتيدو وى نو يوه ورځ به ټول افغانستان يوه لويه مقبره وى دريمه داده چې دکرکيلې دپاره زمکه کميږى ځکه چې زمکه اوس دبارودو دمسلسل کرکيلې دکبله زراعتى نه بلکې بارودى شوه بلکې دزمکې نه هم دغنمو پيداکولو چل هير شوے دے اواوسيدونکى ئې هم دزراعت نه زيات شهادت خوښوى هسې هم زراعت ابادى او سوکالى ډير محنت غواړى اودبل وژل ياپخپله شهادت ته رسيدل لږ ډيراسان کار دے دزميدار اودهقان اومزدورنه غازى اوشهيد جوړيدل اسان دى يوداردوژبې شعر دے



فرشتوسے اچها هے انسان بننا

مگراس مين لگتى هے محنت زياده



زماپه کلىکورکوڅه کښې دبې شماره مدرسو نه چې په کال کښې زرګونه لکونه زلمى د((دين)) سبق حاصل کړى سپين پټکى په سرکړى نوهغوى دپاره په پټوکښې ځان اوجامې خړول ګران وى خوله سړى ډير ستړے کوى او وينه ډيره په اسانه اوبيا خاص کر دبل دبدن نه را وځى .

اصل کښې الميه دا وشوه چې دا په پاکستان اوافغانستان کښې کوم اسلام چليږى دادهغه اسلام نه بيخى بدل دے کوم چې دحرا دغار نه شروع شوے ؤ په هغه اسلام کښې دهرچا دپاره کارکول لازمى وو بلکې جناب محمد صلى الله عليه وسلم ورته جهاداکبر وئيلے ؤ دهغه اسلام مطابق عام خلق خوڅه چې دنبى اوپيغمبر دپاره هم کارکول او روزى ګټل لازمى وو خواوس عالم طالب اومدرسې والا دکارکولو نه قطعې منع کړے شوے دے ددۀ کارصرف دين خورول چنده ټولول اوخلقو ته نيغه لاره ښودل دى په دې لحاظ باندې هغه اسلام کښې پيغمبر دپاره کارضرورى دے اوپه دې اسلام کښې دعالم دپاره کارکول ګناه ده .

هغه اسلام کښې دين په طور دپيشې اوروزۍ ګټلو خپلول جرم ؤ خوپه دې اسلام کښې دين اودينى علم بلکې صرف دعوى هم يوه ډيره ګټه وره پيشه ده.

دافغانستان دټولونه اهمه اولويه ستونزه دافغانستان بيا ابادى ده په زمينى لحاظ هم په دنياوى اوپه ذهنى لحاظ هم خودافغانستان دا ((بازتعمير)) به څوک کوى اوڅنګه به ئې کوى دايوه ډيره اهمه نقطه ده تراوسه خوداسې معلوميږى چې داکارمونږ خپل نه بلکې دخارجى قوتونو چې زيات ترپکښې کافردى په ذمه ګڼو اوس داڅه عجيبه غوندې خبره نه ده چې مونږ دې ددښمن نه ددوستۍ طمع ولرو اوچاچې مونږ له کور وران کړے دے هغه ته منت زارى کوو چې راشه اوماله داکور جوړ کړه ځکه چې اوزګار نه يم ستاخلاف جهادکښې مصروف يم .

روره مونږ ټولې مسئلې ځان له پخپله پيداکړىدى اوپخپله به ئې حل کوو غلطى دهغه ورځې نه شوې ده چې مونږ داسلامى جهاد دپاره دکفار دلاس وسلې اوډالروته لاس کړو ډالرخو غټو خيټو ته لاړل اوبدنصيبى دعام اولس په برخه شوه او له په برخه ده که هغه جهاد ؤ که دطالبانو جهاد ؤ اوکه دا اوس جهاد دے نودخوشحال خان خټک خبره چې .



چې په نوم پښتون غوڅيږى پرې خوښيږى

اورنګ زيب هسې باچادے داسلام



زۀ چې اوس مې خبره شروع کړه نوکه څوک خفه کيږى که خوشحاليږى رښتياخبره به کوم اوهغه داده چې تراوسه افغانانوسرره څه شوى دى نوددوى دخپله لاسه شوى دى چاپه يوه جذبه ليونى کړى اوچاپه بله جذبه هريوتبر چې وهلے دى نو((لاسکے)) پکښې هم د((لرګى)) ؤ.



زۀ وژلے که رقيب يم خونيولے ورته ياريم

اواوس که دځان ابادے اوتعميرکول غواړى نوپخپله به ئې کوى په خپل مټ به ئې کوى اودغيرو دمددنه بغير به ئې کوى ګنې بيابه ورته ګوړه کښې څوک زهروراچوى ګډه بغير پچو پۍ نه ورکوى

No comments: