Total Pageviews

Wednesday, July 25, 2007

Da Afghan Bachi lelo/دافغان بچے للو

دافغان بچے للو



دمحمدصديق پسرلى صيب سره ماښام کښې اول مشاعره وه او ورپسې بيا دټنګ ټکور محفل ؤ نورخوعام مجلس ؤ غزلې وې موسيقى وه چې ډير خوندئې وکړو خو کوم څيز چې زۀ ډير زيات خراب کړم هغه يوه الاهو وه چې دهغه فنکار نوم رانه اوس هيرشو خووائى چې دبريالى ولى رور ؤ .

الله هو ددنيا په هره شاعرۍ کښې په څه ناڅه شکل کښې شته په پښتو کښې خوالله هو يو ډير خاص شے وى اوس خوشايد چې مياندو نه هم الله هو هيره شوې ده ځکه چې دالله هو په ځائې ورله دخوب دارو ورکوى اود پئيو په ځائې ورله بوتل بلکې زۀ وايم چې لاڅه ښۀ شوه چې الله هو ورکه شوه که اوسه پورې وے نو اميد څه چې زمايقين دے چې هغه به هم په پاپ موسيقۍ کښې وه او پاپ موسيقى څه اودۀ ماشومان راويښوى خيرداخوهسې پکښې باشماتۍ ما وويشته. هغه الله هو چې کومه دجلال اباد په هغه محفل کښې وه هغه څه داسې وه .

الله هو شه الله هو

دافغان بچے للو

نه دې کورشته نه ځانګو

دافغان بچے للو

شاعرهرڅوک چې ؤ زۀ پرې پوهه نۀ شوم خوزۀ ورته دعقيدت سرټيټوم ځکه چې شاعر هغه شاعروى چې دے هوآئى خبرې نه کوى په هواکښې محلونه نه جوړوى اودخپل وخت او چاپيرچل حالات ددۀ په شاعرۍ کښې لکه دزړۀ درزيږى .

خړو خاوروکښې رالوئې شوې
په کنډورکښې اوسيږې
نه دې کورشته نه ځانګو

داهغه تريخ حقيقت دے چې مونږ ترې سترګې نۀ شوپټولے زمونږ غټ خيټى مشران به ترې سترګې پټولے شى ځکه چې هغوى خپله هم په بنګلو او پجاروګانوکښې په ارام دى اوبال بچ ئې هم په انګريزى سکولونوکښې ښه په ارام سره تعليم حاصلوى يوعام دزړۀ خاوند اوبياشاعر خولانورهم دخوږ زړۀ خاوند وى نو هغه چې له لروبرکښې داخيرن خيچن در په در خاورې په سريتيم افغان بچے وينى نودزړۀ نه ئې خامخا سړيکه پورته کيږى اودغسې شاعرى ترې جوړيږى .



پلار دې مړشو په جنګوکښې
موردې خير غواړى کوڅوکښې
څه دے نشته دخوړو
دافغان بچے للو



ددې احساس هغه څوک کولے شى چاچې دغه يتيمان بچى او کونډې رنډې په لارو کوڅواو بازارونو کښې خوار وزار ليدلى وى .

دجهادونو فتوې ورکوونکى مقدس خلق خوپه ډير اوچت اعلى مقام ولاړ وى نو لاندې په زمکه داهرڅه نه وينى هغوى ته خوداپته شته چې ددې وړو پلار له به په جنت کښې اويا اوياميله اوږده اوپلنه کمره ورکړے شوى وى خودا ورته معلومه نۀ ده چې ددغه جنت مکانى واړه واړۀ بچى به سر کوم ځائې پټوى ځکه چې دادنيا خوجنت نۀ دے دوزخ دے او په دوزخ کښې ځان ځانى وى هرسړے خپل غم کوى او دومره وخت هيچاسره هم نشته چې ددۀ يتيمانو په سر لاس کيږدى . نودپلار سره سره دماشومانو غم هم پکاردے وړاندې پوره شعر خورانه هير دے خومطلب ئې دادے چې .



زمکه ټوله په وينوسره شوه
او ټول وطن اديرې اديرې شو


اودا واقعى ډيراهم سوال دے چې که داسې په مخه د هديرو رقبه زياتيږى اودرهائش کميږى يعنې مړى دژوندو نه زمکه نيسى نوبيا به څوک چرته اوسيږى دزراعت دپاره زمکه خوډيره پخواختم شوې ده ولې چې په کومو زمکوکښې به غنم جوار کرلے شول غله اوميوې به ئې کولې اوګلونه به پکښې زرغونيدل هغه زمکوکښې اوس باردو کرلے کيږى بارود ترې زرغونيږى اوکپرې ترې حاصليږى .

خير داتپوس خومونږ نه شوکولے چې اخر مونږه ګټو څه اودکومې ګټې دپاره سرونه بائيلو ځکه چې دکفرفتوى خونن سبا دچاپ شوى فارم په شکل کښې ملاويږى اوصرف دچانوم پکښې درج کول وى اخيره کښې زۀ دپخوانۍ الاهو يوه ټکړه دلږ ترميم سره پيش کوم .

پلار دې تلے دې غزاله
ملک به اوګټى باچاله
تابه پريږدى په سلګو
دافغان بچے للو
دبې وسلې کولو نوى پروګرامونه

Sadullah Jan Barq
wahdat Daily pekhawar

No comments: