Total Pageviews

Sunday, December 29, 2013

د پردی سړی تصویر

د پردی سړی تصویر شمو ترور چې څنګه د ډیډوۍ راښکاره شوه .. د بانو مور ورله منډه کړه او غیږ یې ترې چاپیر کړه او نیغ د کوټې مخامخ کټ ته یې ورسوله.. شمو ترور چې لګه دمه شوه نو په مخامخ دیوال زړوند تصویر ته یې پام شو.. د بانو مور ته یې ویل چې پښتانه خو به په دې ځینې خبرو بد ښکاریدل خو خداي خبر چې په اوسنو پښتنو څه وشول چې خپل تاریخ یې هیر کړلو ..... د بانو مور ورته ویل ترور پرون سکول کې استاذ ټولو ماشومانو ته دا سې تصویر ونه ورکړی وو چې کور یې زړوند کړۍ ځکه چې دې سړی وطن آزاد کړې وو. شمو ترور ورته ویل دا سړې څه د پیغمبر د زمانې نه دې چې د استاذ دروغ ومنم خو زموږ د وخت سړې دې او زه خبر یم چې کله د ازادۍ جنګ تود روان وو نو پښتنو او نورو قامونو چې د سپین پوستو پر ضد مبارزه کوله نو د پنجاب ټولو او د هند ځینې مشرانو د انګریزانو ملګرتیا کوله.. د وطن آزادۍ او د وطن ویش کې فرق دې.. دې سړی وطن د انګریزانو په مرسته ویشلې دې او خداي خدمتګارو .علماء هند اوکانګریس د انګریز نه په ګډه آزادی ګټلې ده.

No comments: