په هند کښې د خدائي خدمتګارو د تنظيم بيا رغوڼه
زاهد بونېرے
څوکالۀ وړاندې 'باچا خان، د امن پلوشه' په نوم يو دستاويزي فلم جوړ شو چې په ګړده نړئۍ کښې ئې د خلقو پام ځان ته راوګرځاوۀ۔۔ پروسکال چې ددې فلم جوړونکې ټېري مېک لوهن د کناډا نه پېښور ته راغلې وه او د وزيراعلی په کور کښې ئې فلم نندارې ته کېښودو نو ددې فلم په کتو چا ژړل او څوک غرېو نيولي وو۔ وروستو دا فلم د اروپا په مختلفو هيوادونو کښې اوښودل شو او ډېر انعامونه ئې واخيستل ۔ په دې فلم ډېرې ليکنې اوشوې او يوه دنيا ئې متاثره کړه، ټيري لوهن به څو ورځې وروستو دا فلم په هند کښې نندارې ته وړاندې کوي ۔
دا هغه هند دے چې د باچا خان دتېر تلين په ورځ ددې د يو ټي وي چېنل 'اېن دي ټي وي' کوربنه په باچا خان او خدائي خدمتګارئ د پروګرام شروعات داسې کوي؛ ' 26 جنوري د هند قامي ورځ ده ۔ په 30 جنورئ د مهاتما ګاندهي د مرګ ورځ نمانځل کيږي، ولې ددې نه مخکښې يوه بله ورځ هم شته، چې زمونږ د ذهنونو نه پناه شوې ده او هغه ده 20 جنوري کله چې زمونږ د تاريخ يو ځانګړے او ځواکمن شخصيت خان عبدالغفارخان په حق ورسېدو۔ يو داسې مشر چې د ټوپک او سرزورئۍ په مېنځ کښې ئې د مينې او ورورولۍ تبليع کړے دے او چرته چې ده د خپل ژوند هره درېمه ورځ په زندان کښې تېره کړې ده، ددې سړي قيصې چې آورو نو يقين نه نااخلي چې کومه معاشره مونږ نن سبا په کوم شکل کښې وينو، هغې کښې به دومره لوئې سړي دومره لوئې کارکړے وي"
هم په دغه هند کښې د خدائي خدمتګار تحريک د سرمشر خدائې بخلي خان عبدالغفار خان د درويشتم تلين په مناسبت په تېر شلم تاريخ په نوي ډهيلي کښې يوه دستوره وشوه چې د خدائي خدمتګار تنظيم دبيا رغوڼې په ترڅ کښې پنځوستو نارينؤ او ښځو د ددې خبرې څوګند پورته کړو چې دوي بغېر د څه تمې او لالچ نه د خدائي د مخلوق خدمت ته ملا تړي۔ دلته د مهاتما ګاندهي نمسۍ تارا ګاندهي او د امن لېوال وي کے تری پاتهی هم ناست وو۔ خلف نامې ورله تاره ګاندهې ورکړې، فېصل خان دا غړي په هغۀ مقام قسمي کړل چرته چې ګاندهي جي ويشتل شوے وه۔ دې نه وړاندې ترپاتهي د امن سندره واوروله۔
په دې موقعه د تحريک ځوان مشر فېصل خان ووئېل نن، چې د سرحدي ګاندهي باچا خان درويشتم تلين دے، مونږ ددې قدم پورته کولو فېصله کړې ده، دا ځائې چرته چې مونږ ناست يو، خپله په دې اړه ارزښت لري چې مهاتما ګاندهي دلته استوګنه کړې وه او ساه ئې هم دلته ورکړې وه۔ هغۀ څوک چې فکر کوي، دوي د مهاتما ګاندهي شان خلک وژلے شي، زه وايم چې د ګاندهي شان خلک به د مرګ نه پس هم په فکري ډول مونږ سره وي۔ دا ننئ غونډه او زمونږ مېځ کښې په کرسۍ ناسته د ګاندهي جي نمسئ ددې خبرې ثبوت دے۔
مونږ د نن نه د ملګرو لټون شورو کوو او غواړو چې د باچا خان د مخې تلين 20 جنورئ کال 2012 له د ټول هند نه نور پنځه زره تنه برابر کړو۔ د خدائي خدمتګارو مشر فېصل خان د څوګند پورته کولو دستورې ته په وېنا کښې ووئېل۔
' په داسې حال کښې چې د سماجي کار تول مخ په سپکېدو دے، وخت په هغه ټولو وګړو د لاس ورکولو غږ کوي کوم څوک چې د انسانيت خواخوږي دي، په رښتياو يقين لري او سماجي انصاف ته سترګې په لار دي، دا خبره د تحريک په لمړئۍ اعلاميه کښې شوې ده
' مونږ په دسمبر ۲۰۰۸ کښې ددې د رغوڼې پرېکړه کړې وه، ددغه وخت نه وروستو مونږ وخت په وخت د مختلف الخيال او د سوسائېټئ د مختلفو وګړو سره صلاح مصلحت کړے وۀ چې څه رنګ به د قامي جوړښت په ننګ د فاشزم او سماجي خپل پردي توب مقابله اوکړل شي۔۔ په دې خلقو کښې ځوانان او پېغلې، سماجي ورکران، د ښځو تنظيمونه، مذهبي مشران او داسې خلقو مونږ ته په دا فکر شاباسے اووايه نو۔ ځکه مونږ فېصله اوکړه چې اوس دې په عملي توګه مېدان ته د راتلو سره کارته ملا وتړو۔ په اعلاميه کښې وړاندې وئېل شوي دي۔
د تنظيم د اعراضو په لړ کښې د نوي هندي خدائي خدمتګاروځوان سالار وائي چې دوي په درې نکتو متفق شوي دي۔
دا چې د حقونو د غوښتلو په قانوني لاره اولس ځواکمن کړو۔
د قامي ورورولئ پالنه
په هند کښې مېشته مسلمانانو او د هند د اکثريتي اولس په مېنځ کښې د پل په حېث کار کول
او مسلمان سماجي کارکن او اولس پاله ځوانانو ته پوهه او تربيت ورکول زمونږ مرام دے
په دې حقله به د فرورئ په لمړئۍ هفته کښې يوه غونډه رابلل کيږي په کومه کښې چې به ددې د دستور، چوکاټ او د مرستيالې ډلې ټاکنه کيږي۔ په اووم فرورئ به ددې تنظيم باقاعده اعلان کيږي۔
بايد ياد ګېرنه اوشي چې په اصل کښې خدائي خدمتګار تحريک د آزادئۍ نامتو شخصيت خان عبدالغفار خان -۱۸۹۰-۱۹۸۸ جوړ کړے وۀ او د عدم تشدد په طريقه ئې د فرنګي استعمار سره مرکه کړې وه۔
ما د مسافرئ په ژوند کښې د هند د عامو او خاصو طبقاتو ځوانانو او پېغلو سره ژوند کړے دے او ددې تجربې په بنياد وئېلے شم چې فېصل خان نه صرف ډېر لوستے ښکاري، خبره په دليل سره واضحه کوي بلکه ددوي خټه د عام وګړي ده او خبره هم د عام اولس په ژبه کوي ۔ ما چې کله دده سره تماس اونيوۀ نو دوي د ځنې مصلحتونو له کبله ما سره د تفصيلي خبرو نه في الحال معذرت اوکړو په ځنو خبرو ئې زه ډاډمن کړم چې د خدائي خدمتګار تنظيم مشر د اولس د ستونزو نه نۀ صرف خبر دے بلکې د هعوي د مسئلو د حل لارې چارې ورته هم معلومې دي۔
فېصل خان د خېر ښېګړې د کارکنانو په موجوده انداز نيوکې لري او وائي چې کچرې قامي جوړښت په هند کښې پلي کول وي نو بايد دا هڅې د سمينارونو او پرېس کانفرنسونو د لنډ تنګ چوکاټ نه رابهر کړل شي او عام اولس ته ورسول شي چې عام وګړے پکښی برخه واخلي او دا چې سماجي کارکن دې د خپل کار په مېدان يعني اولس سره خپلې اړيکې او رابطې مضبوطې کړي، بيا به نه صرف دا خلک ددوي خبرې ته غوږ ږدي بلکه دا به پرې اثر هم کوي او مرستيال به ئې هم شي۔
' نن سبا پراجيکټونه او پروګرامونه فنډ کيږي، دې څيز په عمومي توګه سماجي چارو ته او په خاص ډول اولسي موافقت ته زيان رسولے دے او په سماجي کار کښې د سماج په ځائې د ذاتي ګټو په نظر کښې د نيولو هڅو زيات اهميت موندے دے۔
زمونږ سماجي کارکن هغه وخت پاڅي چې چرته څه افت يا اړے ګړے راشي،ولې دا اړے ګړے يا افت څه ناڅاپه نه راځي، دا څيزونه خو د هغه لاملونو له کومې راځي چې زمونږ د چاپېرچل نه په څه نه څه بهانه يا شکل د روزانه عملياتو په شکل کښې پښی تاوهي ۔ د خدائي خدمتګار تنظيم دا سالار د سماجي او سيکولر سوچ د خاوندانو باندې غږ کوي چې بايد دوي دې د ايشوز په اړه د خپل سوچ او عمل انداز کښې بدلون راولي۔ " قام مئېن قوتونه شپه او ورځ کار کوي او سماجي کارکن صرف هغه وخت چې کله بلا په سر راپرېوځي۔ ۔
په دې حقله دوي د کال ۲۰۰۲ د ګجرات د فساداتو حواله ورکوي۔ چې هلته د فساداتو په نتيجه کښې په سلګونو اېن جي اوګان يا غېرسرکاري تنظيمونه راغلل، ولې هر کله چې فنډونه او پراجيکټو ختم شو نو دوي هم خپلې کډې وتړلې۔ بل پله د ګجرات حالت اوس هم څه ښۀ نه شي بلل کېدلے
تنزيله چې په کورونو کښې د لوخو او جامو وينځلو خدمتونه کوي، په دې تنظيم کښې شامله ده او وائي چې په مشکله سره ورته د دوو سوو نه ترڅلورو سوو پورې د پارټ ټائم کار اجرت ترلاسه کيږي او خاوند ئې هم رکشه چلوي او څه خاص نه جمع کيږي ۔ په داسې حال کښې چې دا خدائي خدمتګار زمونږ تپوس پښتنې له راغلل نو زما په زړه کښې هم ددوي سره د ملګرتيا خواهش پېدا شو۔
عبب خضره چې په دهلي يونيورستۍ کښې سبق وائي، خيال کوي چې باچا خان چې په خپل ژوند کوم تحريک شورو کړے وۀ، زمونږ دا تنظيم د هغې تسلسل يوه کړئ ده۔ نو زه فکر کووم چې ماله هم په دې کښې لاس مرسته کول پکار دي، دا يو قسم د باچا خان د خدماتو او ستړو درناوے او باچا خان ته عقيدت دے۔
ديان حسېن وائي چې زه په اسام ضلع کښې د کريم ګنج اوسېدونکے يم چرته چې غريب خواري کښې خلک اوسي او زه غواړم چې هلته کښې د خدمت په جذبه کار اوکړم۔
ګرمخ سنګه وائي چې څوکلونه مخکښې فېصل خان ماسره په امبالا کښې مېلاو شوے وۀ او ماته ئې وئيلي وو چې څنګه مونږ کولے شو چې خپلې مزکې په عزيزولئ کښې جوړې کړو او زيات فصل ترې واخلو۔ دوي ماته خپله هغه تجربه بيان کړه چې دوي په خپل کلي کښې دا کار په ډېره کاميابئ سره ترسره کړے دے۔ زمونږ د سوچ انداز اوس په لوړه تلے دے او د ذات پات او حسب نسب د تيارو نه مو ځانونه راويستلي په شريکه د ټولنې د ښېګړې د پاره کار کوو۔
د بايولوجي ټيکنېشنه اومانه مفتي وائي چې زمونږ تنظيم د غريبو او پرېوتو خلقو لاس مرسته کول غواړي، ځکه چې د ډېرو لاملونو له وجهې په دوي کښې د بې وخته مرګ کچه زياته ده۔ په دې ترڅ کښې ما په خپل هاسټل کښې د ملګرو نه پېسې او پړستنې راغونډې کړې او لاړم، هغه جونګړو چوپالونو ته چرته چې بې کسه خلق په کښې د بې وسو ژوند کوي، داسې واړه واړه کارونه لکه د وېنې ورکول يا دا څيزونه چې مونږ خپله کول احساسوو، دا به مونږ له کول وي۔ او په دې اړه مونږ له د چا په تمه ناسته نه ده پکار۔
په دې دستوره کښې د فکر وړ خبره دا هم وه چې د دستورې په مېنځ کښې چې د مانځه وخت شو نو دوي کښې مسلمانانو هلکانو په جمع مونځ ادا کړو او جينئ هم په مانځه ولاړه وه۔
د هند دې څو خدائي خدمتګارو ځوانانو پېغلو په عملي توګه کار هم شورو کړے دے، د اېن ډي ټي وي ډاکومنټري رپورټ ښائي چې څنګه دوي نر ښځې د اسلاميه مليه خوا کښې هغه آبادئ ته په منډۀ لاړل کومه چې د جمنا په شا پرته ده او ددې چوپالونو اوسيدونکي په دياړو خپله ګوزاره کوي او سېوا د اوميدونو نه دوي سره نور هيڅ نشته، او هرکله چې دا آبادي د تېر سېلاب سره مخ شوه نو سرکار پرې سترګې پټې کړې، دا خواري کښې بې اسرې پراته وو، او د چا ورته هم پام نه وۀ۔ دې خدائي خدمتګارو هلته ځانونه ورسول او اوس د ادارو سره په شريکه ددې خلقو د بيا بحالو په کار کښې بوخت دي۔
د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې ددې تنظيم ټول غړي نن سبا هم ددې خواري کښو او بې وسو په مېنځ کښې اوسي هم۔ په دې حقله د فېض آباد يو دياړي مار سلمان وئېل چې زه خپله هم غريب يم او د فېصل خان سره مې مخکښې هم د انساني همدردئ د پاره کارونه کړي دي، هرکله چې دلته سېلاب راغلو نو ما فېصل په دې خبرکړو۔ هغوي ځانونه راورسول او اوس ئې زه دلته د کار مشر لګلولے يم، ماته پته ده چې ماله به دلته اوسېدل هم وي۔ او کار به ترسره رسول وي۔
سلمان د خټو اوبو يو ډنډې ته چې د پاسه پرې د پلاسټکونو د تېلوشلېدلې سخا ګوتئ پرتې وي، اشاره کوي او وائي، دې ته اوګورۍ، که دا مونږ نه لرې کوو، نو څوک به دې له راځي؟ دا خو د ناروغو ژالې دي۔ مونږ له به څوک د ائرکنډيشنرو د کمرو نه لاس مرستې له راپاڅي؟ دنيا شے ماشومان د ناروغو ښکار شي، څومره ماشومان قولندونو ته لويږي، تردې چې د شپې په کښې لوئې کسان هم ارتاو شي،
دې چوپالونو کښې د اودس ماتي انتظام هم نشته او کۀ څه وو هم نو هغه سېلاب وران کړي دي۔ که مونږ په دې کښې څه ناڅه بيا آباد کړو، يا په دې چقړو څه شګه واچوو نو کار به اسان شي۔ او تګ راتګ او ناسته پاسته به پکښې د کېدو وي۔
ددې کلي ذيخان شېخ وائي چې د خدائي خدمتګارو د کار نه خو مونږ خبر وو ولې په دې نه پوهيدو چې کۀ مونږ کول غواړو نو څه اوکړو، چې دلته دا خدائي خدمتګار راغلل نو مونږ ورسره هم ملګري شو او پته راته ولګېده چې خپل مدد په خپله څنګه کيږي۔ او زه ورسره هم په تحريک کښې شامل شوم۔
د کيرلاخدائي خدمتګار احمد ساجو چې په دهلي کښې سبق وائي، وائي چې په حېث د يو داسې کس چې خلق ترې تمه ولري چې دے تعليم يافته دے او سمه خبره به کوي، مونږ بايد چې خلق په دې پوه کړو چې څه رنګ به يو بل پالو او داسې به په مونږ کښې په امن سره د خوشحالۍ د ژوند تېرولو شعور راشي۔
د مديه پردېش يو ځوان وائي چې د مسلمانانو په باره کښې خو عام خيال دادے چې دوي هروخت انګتې اچولوته تيار وي ولې هرکله چې هغوي ته د خان عبدالغفار خان په باره کښې تفصيل معلوم شي نو شايد چې دغۀ د جنګ و جدل اندازه ئې غلطه وخيژي۔ زه د يو داسې سيمې سره تعلق لرم چې هلته خلق زيات پوهه نه لري او اکثر خلق ژوند د خېټې مړولو په منډه ترړه کښې تېرکړي او بائلي۔ هلته اويا فيصده مسلمانانې کورنئ داسې دي چی د بيړۍ جوړولو په کار کښې بوخت دي، تاسو اندازه کولے شۍ چې ددې سيمې څومره خلقو ته به ټي بي لګي يا د نورو ناروغو ښکار کيږي به۔ ولې زمونږ په دغه سيمه چې کوم تنظيمونه کار کوي، لکه جماعت هند،ميلاد جماعت وغيره، د هغوي خبرو ته چې سړے زير شي نو په هغې کښې زمونږ د روزمره ژوند د ستونزو د حل د پاره هيڅ خبره هم نه وي۔
په دې دستاوېز کښې د سهارنپور يو نوے خدائي خدمتګار فاتح محمد هم ښودل شي چې وائي، په دې معاشره کښې زمونږ د مسلمانانو د ستونزو د هواري د پاره نور څوک هيڅ هم نه کوي ۔ دے په خپلو خبرو کښې په ځنو کارونو کښې د مسلمانانو د ککړېدو نه انکاري وي او سياسي خبرې شورو کړي ولې دې کښې ددوي مشر فېصل خان خبره واخلي او وائي چې مونږ دا نۀ وايو چې د ټولو مسلمانانو په لمن مونځ کيږي۔ زه يو خدائي خدمتګار يم، خدائې جاتي خبره به کووم، رښتيا به وائم، د هرڅه ذمه واري زه يواځې په امريکا او موساد نه شم اچولے، دا خبره هم ده چې خپله په مونږ مسلمانانو کښې داسې يوه طبقه شته چې فکر کوي چې د تلوار او ډنډې په زور به مونږ سمے راولو۔ ولې د يو خدائي خدمتګار او مسلمان په حېث به زه هغه د پوهولو کوشش کووم چې دا دوي چې څه کوي، هغه روا نه دي۔
بايد ملان دې رامخکښې شي، مونږ سره دې ملګري شي، خېر دے، دوي دې خدائي خدمتګارو کښې ځان له خپله څانګه پرانيزي او کاردې شورو کړي ولې شرط دادےچې خورول به مينه ورورولي او امنيت وي او اساس به ئې انسانيت وي۔
فېصل خان وائي چې مونږ ګورو چې کله څوک د چا پمفلټې تقسيموي نو اکثر دغو کښې شل فيصده پمفلټې بيا په لارو کوڅو کښې پرتې ښکاري، ښۀ خبره داده چې مونږ چرته هم څه پفلټ تقسيم کړے دے، ما چرته يو کاغذ هم په مزکه ارتاو نه دے ليدلے، دا خبره مونږ په غور سره نوټ کړې ده۔ ځکه چې مونږ دوه کسان ددې پرچو په راټولو لګولي وو۔
سوال دادے چې هغه څه وجوهات وو چې فېصل خان او ددوي ملګرو د خدائي خدمتګارو تنظيم جوړولو ته ملا وتړله، يا داسې چې د ګاندهي جي په ځائې دوي د باچا خان نه تاثر ولې واخيست۔ زما په خيال يو خو ددې تنظيم تراوسه اکثر غړي مسلمانان دي او کېدے شي چې نسلي طور باندې پښتانۀ هم وي۔ بل دا وجه هم کېدے شي، چې مهاتما ګاندهي هرڅو چې لوئې ليډر وۀ، ولې د هغۀ د تحريک کوم خپل تنظيمي شکل نه وۀ، بل طرفته باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک په شکل کښې ۍو عملي تحريک او هغۀ هم د هند نه په سختو شرائطو کښې خپله مبارزه مخکښې بوتلله۔
' دا خدائي خدمتګاران به د فرنګي سره جنګ نه کوي۔ شايد چې دوي ته هغه خطرات او ستړې هم مخې ته رانه شي، کومې چې د خدائي خدمتګار تحريک غړو ته وړاندې وې، ولې ددغه مشرانو د سوچه او اخلاص مند فکر سره غريب او بې وسه اولس ته د راپېښو ستونزو سره مقابله کولے شي۔
No comments:
Post a Comment