Total Pageviews

Saturday, February 20, 2010

د سپرغۍ مقالې

د سپرغۍ مقالې

دې بربادۍ يو لوئي مثال زمونږ په ورځني ژوند کې د هر چا مخې ته دى. چې دولسم نه فارغ پښتون ځوان ته د پښتو څه ليک ورکړه نو هغه زر ووائي " مړه په دې زۀ نۀ پوهېږم". بيا ورته په اردو کې د څۀ ليکلو ووايه نو داسې اردو به وليکي چې يوه پښه به ئې يو طرفته روانه وي او بله بل طرفته. د اردو د تذکير او تانيث سره به هغه هغه لوبې وکړي چې اِنا لِلهِ وَ اِنا اِلَيْهِ راجِعُون وئيلو ته به دې زړۀ وشي. يعنې نۀ پښتو نۀ اردو. په نورو ټکو کې نۀ د دين نۀ د سادين. د دې سلسلې يوه دلچسپه خبره هم راته راياده شوه. تقريباً څلور کاله وړاندې يو ځل زۀ د کراچۍ نه پېښور ته راغلى وم. يوه ورځ مې تصادفاً د بي بي سي پښتو سرويس سهارنۍ خپرونې سره د پښتونخوا د تعليم د وزير مولانا فضل علي مرکه اورېدله. هغو ورځو کې د پښتنوخوا "مولانا حکومت" اردو د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړې وه. په دې هکله د بي بي سي او د نوموړي وزير ترمينځه داسې سوال ځواب وشول:بي بي سي: تاسې اردو ولې د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړه؟د تعليم وزير: د دې دپاره چې صوبه د تعليم په ميدان کې ترقي وکړي او د نړۍ سره سياله شي.بي بي سي: نړۍ سره د سيالۍ لپاره خو ضروري ده چې تاسې انګليسي ژبه سرکاري کړئ ځکه چې انګليسي د سائنس او ميډيا ژبه ده او په ګرده نړۍ کې ويل کيږي؟د تعليم وزير: انګليسي ژبه ده علم نۀ دى. او د ترقۍ راز دا دى چې تعليم په خپله مورنۍ ژبه کې وکړاى شي. د مثال په توګه فرانس، جاپان، جرمني، چين او روس خپلې ټولې تعليمي سلسلې په خپلو مورنيو ژبو کې کوي او همدا د هغوئ د ترقۍ راز دى. د يو کامياب نظامِ تعليم لپاره ضروري ده چې هغه په مورنۍ ژبه کې وي. بي بي سي: نو ستاسې او ستاسې د صوبې مورنۍ ژبه خو پښتو ده؟وزير تعليم: (په لږ وارخطايۍ سره) نه، نه، زۀ په عالمي کچ د ترقۍ خبره کوم.بي بي سي: نو په عالمي کچ خو انګليسي د تعليم، سائينس او ميډيا ژبه ده؟بس نو وزير صيب بيا ځواب نۀ درلود. اخر ئې په غوسه ځان خلاص کړ.

No comments: