Total Pageviews

Saturday, March 07, 2009

Najib Aamir Nazam:Da Malang Pa Astana ie dazai Okrre

دملنګ په استانه یې ډزې وکړې


نجیب عامر

د رحمان په هدیره یې ډزې وکړې
دپښتون په هر کاله یې ډزې وکړې
شیطاني لښکرې څومره شوې پیاوړې
د حرم په مناره یې ډزې وکړې
پښتنې جونې په زلفو خاورې نولي
په ګودر او تناره یې ډزې وکړې
چې د ګردې پښتونخوا لپاره بس وه
په هغه لویه هجره یې ډزې وکړې
دا وجدان نه قلاریږي راته وایي
هوش کې وو که په نشه یې ډزې وکړې ؟
ټول یې پیژني ، خو شونډې یې ګنډلي
او تپوس کوي په څه یې ډزې وکړې ؟
اوس نو وچې شونډې ګرځئ افغانانو
دساقي په پیمانه یې ډزې وکړې
ستوری ستوری آسمان نشته تروږمۍ ده
د سپوږمۍ په پلوشه یې ډزې وکړې
خود کشور د افغانانو پرې ګلګون شو
چې د ګلو په غونچه یې ډزې وکړې
په دې چم به عذابونه را نازل شي
دملنګ په استانه یې ډزې وکړې
ماڼو ګانو تدبیرونه مو عبث دي
ډوبیدل دي په جاله یې ډزې وکړې

۲۰۰۹/مارچ/۵پېښور

No comments: