Total Pageviews

Tuesday, January 27, 2009

Remembering Khan Abdul Wali Khan

نازولي يادونه او وسوسې
ډاکټر خورشيد عالم

غني رښتيا وئيلي دي:
چغې وئي اجل ملا تۀ اورې کۀ نۀ اورې
تشه خاوره نۀ ده غني څنګه به شي خاورې

هم دغه ولي بابا ؤ... دا ئې درېم تلين دے... ښۀ د خاورې څلے وينم.. په تابوت کښې مې پټې سترګې ليدلے دے.. خو دې خپل فکر او ذهن له څۀ دارو وکړم چې قانع ئې کړم چې ولي بابا دې نړۍ کښې نشته. اندېښنې مې يوسي، د فکر په ټال راته ټالۍ راکړي لکه چې د ولي بابا سره د کور د زوړند بوټي لاندې ناست يم او هغه راته لګيا دے خبرې کوي. دغه فکر راته وائي کوهستانيه! په دومره ساده منطق نۀ پوهېږې چې "ولي" يو تن ؤ خو يو "فکر" هم ؤ. فکر چرته مري؟ زۀ ورسره په جنګ يم، نا نا زۀ د هغۀ اواز اورېدل غواړم،مودې شوې دي چې هغه زما د سر په وېښتو کښې لاس نۀ دے وهلے، زۀ ئې خوا ته نۀ يم نزدې کړے چې د خپل زړۀ ګرمي، د شاتو په شان خوږې او ژورې خبرې راته وکړي.

ګېنټه نۀ په ګېنټو. هغه چې د پښتون د مستقبل "خوش بين" ؤ، وايم چې زۀ ورته د وينو دا بهير وښيم او ورته ووايم چې ستا خوش بيني د وينو درياب لاهو کړه. زړۀ مې غواړي چې يو ځل بيا د لېونو په شان ولي باغ ته ننوتے او هغه اواز مې واورېدے. لېونيه! بيا څۀ دي؟ او ما د معمول مطابق ورته ووئيلے چې په مزغو کښې مې بيا ازغے انښتے دے وباسمه ئې کنه!! زۀ خو يو قامي تبليغي يم چې په خپله ازغے لرم نو په تبليغ به څۀ وکړم او هغه خواته نزدې کړے او په ګېنټو ئې د وخت، تاريخ په کړکېچونو پوهه کړے او اخر کښې مې ورسره جنګ وکړې او خفه ترې لاړې او سبا له د هغۀ استاذے راته ولاړ وے چې راشه بابا دې غواړي.
زمونږ هم څۀ عجيبه پيري او مريدي وه. پير به مريد پخلا کوو، نۀ پوهېږم چې هغه نازبردار ؤ او کۀ د فکري تړون کلک والے ؤ. زما جګړه هغه تل زما ناز ګڼلے دے او په بدل کښې ئې د مينې سره د علم او پوهې غټ پنډوکے راته په سر کړے دے... د کتابونو او نورو حوالو يو غټ فهرست... چې واخله ولوله.
راته به ئې وئيل د پښتنو دا عادت مۀ اخله چې په کتاب پېسې نۀ ورکوي چې پېسې ور نۀ کړې نو کتاب څوک نۀ ګوري، بدبختانه دا زمونږ قامي رنځ دے، کۀ هر څومره به بحث، تاريخي او دروند ؤ نو د خټک صېب خبره چې "ولي" محفل آرا دے، محفل له داسې رنګ ورکړي چې په چا بوج کېږي نۀ.
پښتنو د کتاب سره کومې ډزې کړې دي دا خبره به ئې ډېره په خوند کوله راته به ئې وئيل کوهستانيه! مونږ د هري پور جېل کښې وو، غني خان وې ما د علي خان کتاب لوستو، خدائي خدمتګار په بيګار لګيا وو يو شعر مې ډېر خوښ شو، شعر دا دے:
واوړېد علي خان په هسې شُوخو خُونه چوړو
وژلۀ ئې زده نۀ وو پرې ئې لور ولګوۀ

مطلب ئې ؤ چې په داسې ساده ګانو اوښتے يم چې په لور مې حلالوي، ټولو ته مې اواز ورکړو چې د علي خان بابا يو شعر واورئ، ډېر ښۀ دے، ټول راغونډ شول ډېر په غور ئې شعر واورېدو، ټول غلي وو، ناڅاپه يو خدائي خدمتګار ووې ښه خانه! دې بدبختو علي خان په لور حلال کړے ؤ؟
ولي بابا ته زۀ خټک بابا په 1965 کښې نزدې راوستم. دې شعوري نزديکت زۀ په 1972 کښې بابا ته دومره نزدې کړم چې د هغۀ يو خصوصي معاون يا سکتر شم، 1974 کښې بابا په اولني ځل ما سره د ولايت د کارلائل په ښار کښې اولنۍ ډېرې اوږدې خبرې وکړې او زۀ ئې د قامي او بېن الاقوامي سياست په راز رموز پوهه کړم. ما چې تر هغه وخته پورې څۀ ليکل کړي وو، د هغې کۀ هر څۀ معيار ؤ، خو ستائنه ئې وکړه، کارلائل ته خو د ډاکټر قاضي په بلنه راغلے ؤ، خو راته ئې ووئيل چې راشه خپل کور ته مې بوځه، څۀ سېل به هم وشي، خبرې به هم وکړو.
د ډاکټر قاضي په ذريعه باچا خان د کارلائل په هسپتال کښې داخل پاتې شوے ؤ، کارلائل د انګلېنډ او د سکاټ لېنډ په بريد واقع دے. په هسپتال کښې د سکاټ لېنډ ډاکټران ډېر وو او د باچاخان دپاره ئې ډېر عقيدت لرلو او دغه درناوے به ئې ولي بابا له هم ورکوو او ګو کۀ زۀ يو جونئير رجسټرار وم خو دې ډاکټرانو به زما هم ډېر خيال ساتلو او ټولو به ماته Afghan Lade (افغانے هلک) وئيل.
دغه زمونږ د فکري نزديکت اولنے ملاقات ؤ. په ولي بابا کښې يوه عظيمه خوبي دا وه چې هغۀ به نيت ته کتل د عمل غلطي کۀ به هر څومره غټه وه، هغه به ئې دومره وړه کړه چې سړے به حېران شو. بوټو خپل اصلي شکل ښودلے ؤ چې واقعي سويلين کم او مارشل اېډمنسټرېټر ډېر دے. په پښتنو بيا يوه نېزه نمر راښکته شوے ؤ. هم دغه ورځو کښې زمونږ ملګرو لويه کاميابي ترلاسه کړې وه، بوټو صېب ته د اکسفورډ يونيورسټۍ نه ورکړې شوې اعزازي Ph.D (پي اېچ ډي) واپس کړې شوې وه. د تجربې کمي وه دغې غټې کاميابۍ زمونږ سترګې پټې کړې وې، ما خپله مجله کښې يو داسې غلط او بې بنياده خبر چاپ کړو چې د موجوده مشر اسفنديار ولي خان او د نورو ملګرو په ګرفتارۍ او وهلو ټکولو تمام شو. د پارټۍ مشرانو ښۀ راښکودم، ګو کۀ رساله د پارټۍ نۀ وه، د پارټۍ اخبار ډېموکرېټک پاکستان ؤ، د ولي بابا سره د ملاوېدو نه ويرېدم او شرمېدم خو چې کله ورسره سکهر جېل کښې ميلاؤ شوم نو هغۀ دا لويه خبره دومره وړه کړه چې زۀ حېران شوم. په سياست کښې غلطيانې کېږي څۀ وشو کۀ اسفنديار جېل کښې شو، ځوان سړے دے، راخلاص به شي او فوري ئې په يو بل مهم ولېږلم. بايد دا تاثر ئې راکوو چې اعتماد دې نۀ دے بائللے. د هغه مشن نه چې واپس د کوئټې د ډاکټر ارباب يوسف (مرحوم) په ذريعه مې ملاقات وشو نو مسکے شو، راته ئې ووئيل خدائے بخښلي ولاړ دي، د مطلب خبره په لنډو وکړه او چې ما ورته ووئيل "بابا نور ملکونه پرېږده زمونږ بره خپل ورور مونږ استعمالوي خو مدعي مو نۀ ګڼي" وې وئيل "ښۀ وشو، په اول ځل مې رښتيا واورېدل".
د وخت سره ماته دا احساس کېدۀ چې د بابا نه سياسي غلطي کېدے شي، اخر انسان ؤ خو په علمي توګه دے چې څومره د زمکې د پاسه دے څو څو چنده په زمکه کښې دننه دے خو د هر کس کاسې ته ئې کتل او هغه هومره ئې ورته ځان څرګندوۀ. دا دعويٰ چرې نۀ شم کولے چې ما ته ئې ځان ټول څرګند کړے ؤ، دا به قطعي دروغ او ځان غټاوے وي خو چې څومره ئې راته ځان ښودلو، نو د بحر الکاهل نه ژور د علم يو درياب ؤ چې د سکندر مرزا نه راواخله تر بوټو پورې څومره سياست دانان ما اورېدلي او ليدلي وو دغه کښې سهروردي نۀ شم شاملولے ځکه د هغۀ يو تقرير مې اورېدلے ؤ او د هغۀ د دانش نۀ ډېر متاثر شوے وم. په ښکاره چې هغه کوم د امريکې وکالت کولو نو حېران ئې کړم. پاکستان کښې چرته داسې واکمن واک نۀ دے اخستے چې د امريکې ګوډاګے نۀ وي پاتې. خو چا دا زړۀ نۀ دے کړے چې يوې عامې جلسه کښې د امريکې وکالت وکړي.
د بابا انداز بيان داسې ؤ چې څوک به ورسره ميلاوېدو نو هم زما په شان تصور به ئې ځان سره راوړو.
حاضر جوابۍ کښې ئې هم د منطقي انداز لمن د لاسه نۀ پرېښوده او نۀ به ئې پُوچه خبره کوله په ولايت کښې ورله د سرحد آخري انګرېز ګورنر اولف کېرو ډوډۍ کړې وه، تپوس ئې ترې وکړو چې کۀ ستاسو صوبه سرحد کښې اوس بيا ريفرنډم وشي نو تاسو او مسلم ليګ کښې به ئې څوک ګټي، ولي بابا فوراً جواب ورکړو نۀ مونږه او نۀ مسلم ليګ، تۀ به ئې ګټې،خلق به درته وائي واپس راشئ.
دغسې په يوه بله موقعه بابا بولټن بلاک کښې داخل ؤ، جنرل فضل حق (مرحوم) ورله تپوس له راغے، د دوي خبرې وې، آخر ئې ترې تپوس وکړو، پيره! تۀ خو په دې صوبه د مارشل لاء د اېډمنسټرېتر، ګورنر او وزيراعليٰ په درې واړو حېثيتونو پاتې شوې، ستا څۀ خيال دے دا صوبه او د دې د اوسېدونکو حال به څنګه ښۀ شي؟ مرحوم فضل حق ورته ووې چې کۀ ماله څوک پوره اختيار راکړي دا به زۀ انګرېزانو له په اجاره ورکړم، بابا وخندل، وې وئيل پيره! زۀ خبر نۀ وم چې پاکستانے جرنېل هم رښتيا وئيلے شي!!
بايد چې دا خبرې ما چرته په خپل تير ليک کښې کړې وے خو دلته ئې بيا وئيل ضروري ګڼم ځکه د موجوده حالاتو حل پکښې هم دے. باچا خان بولټن بلاک کښې داخل ؤ، په برنډه کښې کټ کښې ناست ؤ، ناڅاپه ولي بابا راغے،ما نه ئې تپوس وکړو، کوهستانيه! څوک دي؟ ما وې بابا ولي خان دوي راغلل، هغه لا ناست نۀ ؤ چې باچا خان ترې تپوس وکړو، ولي! په دې پارټۍ څۀ وشو او ما اورېدلي دي چې تا عدم تشدد پرېښے دے؟ بابا ورته جواب کښې ووې پارټي خو ټيک ده، زما د عدم تشدد پرېښودو دا خبره چا غلطه کړې ده، زۀ خو د هر انسان سره تعلق په عدم تشدد ساتم. دا يو انساني خصلت دے خو کۀ يو سپے راباندې حمله وکړي، پرتوګ مې شلوي، شرموي مې، چک راباندې لګوي، پرهر کوي مې نو هغه د عدم تشدد حق نۀ لري، هغه تش په نوم سياست دانان او مفکرين چې دا وائي چې زمونږ په خاوره دا تپلے شوے جنګ زمونږ جنګ نۀ دے دا هغه کسان دي چې د بعضې الفاظو ئې ګوڼه (رڼه) کړې وي. د سياست سترګې ئې ړندې وي، نظر ئې د پوزې د سر نه لرې نۀ ځي، منطقي خبره خو دا ده چې کۀ د ګاونډي په کور اور ولګي او راځي زمونږ د کور برګو او چت ته راورسي خو مونږ به څادر له ټک ورکوو،خپل کور به په لمبو کښې پرېږدو، چې دا زمونږ د سر اور نۀ دے، د ګاونډي اور دے، دا منطق د پوهېدو نۀ دے.
دا خبره خو ولي بابا جنرل ضياءالحق ته کړې وه چې تاسو د ګاونډي په کور اور لګوئ نو زمونږ دا کور به څنګ بچ شي، کۀ تاسو هلته بارود لېږئ نو هغه خو به په ځواب کښې ګلدسته نۀ رالېږي، دې ته سياسي پختګي وائي چې څۀ لا شوي نۀ وي او سياست دان د هغې ادراک ولري.
دا لوبه چې شروع کېده نو ولي بابا په کوئټه کښې يوې جلسې ته ووې چې د پښتنو کور ته اور لګېدونکے دے، په پښتو کښې متل دے چې د کلي سويه د کلي په سپي نيوے شي، زۀ تاسو ته وايم چې راتلونکے امير د جماعت اسلامي به پښتون وي، هم هغسې وشوه او نورو مشرانو د فکر مودودي په نوم ځان له يو فارورډ بلاک جوړ کړو.
د ستر بابا (باچا خان) فلسفه، د ولي بابا سياست زمونږ د لوئے سفر اوراورکي دي، د اور اورکي رڼا د خپلې وينې نه وي.
اوس مونږ ته لږ ټکڼي کېدل پکار دي چې د خپل ځان تجزيه وکړو چې مونږ د هغوي د وينې د رڼا مستحق يُو.
زما په مالي او سياسي مستقبل بابا تل فکرمند ؤ، راته به ئې وئيل چې بدبخته! ګلالۍ راته وئيل چې بې هوشۍ کښې فيلوشپ ډېر ګران دے نو دومره ګران فيلوشپ دې په داسې معاشره کښې وکړو چې څوک ئې څۀ نۀ ګڼي، قومي سياست کښې دې لېونتوب ته راغلې چې خپل درله اهميت نۀ درکوي چې چرته د تلو نۀ دے او نور درپسې راځي نه چې د راتلو نۀ دے.
ما ووې چې تاسو ژوندي يئ نو مقتدي به يم، وې وئيل دغسې کوهستانيه! دا دې منم خو ويرېږم چې زما د مرګ نه وروستو دې سپي د اوښ په شا ونۀ خوري،ما وې جې! مرګ نۀ خلاصون نشته خو زۀ دا اورېدل نۀ غواړم. ايک معمر سياست دان انتقال فرماگئے. مسکے شو.
دا زما او د هغۀ اخري خبرې وې چې زۀ او د افغانستان سنګروال صاحب سره د دۀ د ليدو دپاره برمنګهم ته د پروين بي بي کور ته تللے وم، په دغه ورځ دۀ د يو امريکي وفد سره خبرې وې او ماته ئې څۀ وئيل غوښتل، ما سره هغه امانت تر دې امانت پروت دے، بايد چې دا موقعه هم په لاس راشي چې چا ته ئې حواله کړم خو د کور نه به ئې ګورته وړم.

د خبرو ئې څوک نشته غني ځان سره ګوڼېږي
لېونے ئې هله بولئ چې ئې وګورئ "جانان" ته


Also see:http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/story/2006/01/060126_walikhan_ali.shtml

No comments: