ماته ياد شی اے وطنه
ماته ياد شی او وطنه ----------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړه باندې پراتۀ دی------------- هغه ډېر خواږۀ يادونه
هغه زۀ چې يو ماشوم وم
زۀ به پروت وم پۀ ځانګو کښې
پۀ ځولۍ کښې کله ترخ کښې
ډېر پۀ ناز او پۀ نخرو کښې
ماته مور به الله هو وې
دَ اواز خوږو چپو کښې
خور او ورور للې للو وې
ترنم او پۀ نغمو کښې
لۀ دې پس شوم پۀ خپوړو
او بيا ساه راغے پاپو کښې
ما وهلې به بيا منډې
ستا پۀ پولو پۀ پټو کښې
پۀ تکل دَ تاروګو به
ګرځېدمه پۀ واخو کښې
يا مشغول به ووم پۀ لوبو
چرته ګټو پۀ ټيکرو کښې
چې رابره به سپوږمۍ شوه-------- ماغوښتل به ترې ممونه
پټ پټوڼی نه دَ ستورو ------------اخستل به مې خوندونه
ماته ياد شی اے وطنه --------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی ------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
ستا پۀ کلو پۀ بانډو کښې
هلکان چې به ټولګی وو
پۀ رنګ رنګ له هغه لوبې
ښۀ پۀ درز به ماښامی وو
يا به لوبه وه دَ سيو
ښۀ تاو شوی به لنډی وو
يا به لوبه مو دَ پاڼې
يا انګۍ کښې به ملی وو
يا جور کړی ې وادونه
دَ ګوډۍ او ګوډاګی وو
هم ې لوبې دَ موسَيّو
پۀ چيندرو کؤې الګوډی وو
يا داوونه پۀ ميرګاټو
''يا ونی'' او ''دووَنی''
چې به جوړ شو پۀ حجره کښې --------دَزلمو دوه طرفونه
يا دَ مخې ګوزارونه ---------------يا ټيکونه، اکوړونه
ماته ياد شی اے وطنه -------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی ------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
هغه ستا پۀ للمو،دشتو
چې به راغلۀ بهارونه
ټوکېدلی به غانټول وو
او لاله هم سرۀ مخونه
کله شين کله باران به
ځانله ځانله ې خوندونه
کۀ به جوړ دَ بودۍ ټال شو
دَ قدرت؛جمع رنګونه
هم اباد دې ګودرونه
مستې جونه قطارونه
پۀ ترخونو کښې منګی ئې
پۀ يو بل باندې ټېلونه
يا پۀ سيند کښې شازلميانو
چې پۀ مټ به کړۀ جالونه
پۀ مهيانو پسې چَړ کښې
پۀ څپياکو ګوزارونه
چې سيند غاړې ته پۀ اوړی-----------اچول به مو سپرونه
پۀ چپو کښې به تارۍ وې------------ تش بازو او شنازونه
ماته ياد شی اے وطنه ---------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی -------------هغه ډېر خواږۀ يادونه هر ماښام هغه مابڼ ته
دَ مارغانو تلۀ سېلونه
پۀ اسمان کښې به روانې
هغه زاڼې قطارونه
پۀ بېلو کښې سرخابانو
چې به ونيؤل ناوُونه
پۀ ميره کښې چې به خراړو
راچېړل دَ زيل سُرونه
دَ طوطيانو،ښاروګانو
پۀ هر بڼ کښې اوازونه
دَ زرکانو ،طاؤسانو
هغه کړيکې او چړَ کونه
يا لۀ جاړو ترنګؤل چې
تاروګانو خپل تارونه
پۀ نارو به وُو تنزری
دَ مړز پِچ پړَ کونه
چې نغمې وې دَ بلبلو----------دَکوئل خواږۀ کُوکُونه
څنګه ډک وُو لۀ سروده-----------سحرونه،ماښامونه
ماته ياد شی اے وطنه----------هغه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی--------هغه ډېر خواږۀ يادونه
هغه دنګ او اوچت غرونه
تر اسمانه ئې سَرونه
پۀ لمن کښې ئې غوزان وُو
پۀ سرونو نخترونه
ګرځېدل ئې سردرو کښې
دَ زمريانو کنډکونه
دانګېدلې غرڅنۍ به
شړړېدل به ابشارونه
پۀ هوا شيکری،باښې وې
پۀ غوټو به وُو بازونه
خزندو او درندو نه
سوړې ډکې هم غارونه
دمه شپه کښې راؤښکل به
شرمخانو اوازونه
پړقېدۀ به اورَ کی-هم
دَ پېريانو لاټينونه
چې جهان پرې ښائېسته وو-----------دَفطرت بلا رانګونه
زما سترګو کښې ځَلېږی-----------دَ حيات واړه عکسونه
ماته ياد شی اے وطنه--------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
هغه موج اماج دَ زمکو
دَ هرچا زميندارې وې
پرې اباد وُو ارټونه
دَ هرچا قلبې،جوړې وې
دَ اسانو او غويانو
جوړ زغلونه او مېلې وې
ښۀ چيکار چيکار کندوان وو
ښې پرېوانه به غلې وې
وو محدود ضرورتونه
پۀ توڼۍ کښې څو توښې وې
بې ضَرر دَ خاورو لوښی
کۀ دوڼۍ،کټوۍ،کاسې وې
يو توشک،يوه شړۍ وه
کڼاوې وې او پڼې وې
دَ ژوندون اوږې وې سپکې
ملازې وې نۀ نخرې وې
چې پۀ لو او پۀ غوبل به----------------لګېدلی اشرونه
دَ يو بل پۀ کار راتلۀ به------------وُو دا هسې عالمونه
ماته ياد شی اے وطنه------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی----------هغه ډېر خواږۀ يادونه
هغه ډکه به حجره وه
سره ټول درانۀ پګونه
ښې درَنې درَنې کاټۍ وې
ښۀ دراز دراز قدونه
پۀ پټکو کښې شملې لکې
پۀ څنګ تورې،ټوپکونه
ګرځېدل به تاو برېتونه
دَ غَيرت او ننګ مړونه
پۀ جرګو هَوارَول ئې
ټول خندونه، جنجالونه
لاس پۀ نام ورته کسبيان وو
پۀ چکر ئې چېلمونه
ماسخوتن به دَ زلميانو
پۀ حجرو کښې محفلونه
دَ منګی هغه ټنګونه
پۀ رېلو ئې ربابونه
چې دَ خوند او دَ وقار وو------------ښکلی واړه ساعتونه
مينه مينه ورورولی وه--------------کشالې وې نۀ جنګونه
ماته ياد شی اے وطنه---------------همه تېر زاړۀ وختونه
زما زړۀ باندې پراتۀ دی------------هغه ډېر خواږۀ يادونه
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment