Total Pageviews

Tuesday, February 12, 2008

Message Of Asfanyar Wali Khan

د عوامي نېشنل پارټۍ د سرمشر ښاغلي اسفنديارولي خان پېغام!

السلام علېکم و رحمة الله و برکاته،

د فرورۍ په يولسمه نېټه د ګل په ورځ شوې دغه غم لړلې پېښه د ټول پښتون قام د خفګان او زيان وجه ګرځېدلې ده.
زمونږ ملګري حاجي انور شاه، بختيار خان، قلندر خان، خالق خان، اکبر خان، حکم الله او زبيدالله خان ټول د امن د لارې لاروي وو او د دوي مرګ په اصل کښې دغه غم ځپلې سيمه کښې په ټولو امن خوښو بلکې په امن ګوزار دے. دغه شهيدان زمونږ د خاورې او ټولنې د مامونيت دپاره د بلو مشالونو په څېر دي. د دوي وينه به خدائې هيڅ کله هم هسې نۀ تويوي بلکې دغه وينه به کۀ خېر وي ارومرو د امن د لارې سرنامه ليکي.
مونږ له هر لوري د يرغلونو په ولقه کښې يُو او په مونږ دغه يرغلونه نور څوک نۀ کوي بلکې هم هغه قوتونه ئې کوي چې تل ئې د پښتنو سره جنګ پاتې شوے دے.
د غم دغه لحظو کښې زۀ په ذاتي طور تاسو سره ځان، د خپل ګوند ټول غړي او ټول پښتون قام شريک ګڼم او دا دعا کوم چې خدائې پاک دي د دغه شهيدانو د قربانۍ نتيجه کښې ټوله پښتونخوا د امن د سېوري لاندې کړي.


ستاسو ورور

اسفنديار ولي خان

No comments: