Total Pageviews

Wednesday, July 11, 2007

Mata Ghvag Sha /Norul Bashar Naveed

Lal Masjid DA Islam Abad Silsilavara Drama
((لال مسجد )) داسلام اباد سلسله واره ډرامه


نورالبشرنويد
اوس چې زۀ داليکم لال مسجد داسلام اباد دسلسله وارې ډرامې پنځسم قسط روان دے اندازه نۀ لګى چې سکرپټ رائټر ددې ډرامې وائنډ اپ په کوم قسط کوى هيرو او سائيډ هيرو سره څه کوى مرکزى ولن سره به څه کوى ايا په دغه اخرى قسط کښې به نور کردارونه هم راوځى ؟؟
هسې خوکلائمکس ښکارى خوداسلام اباد دغه سرکارى ډرامې اينټى کلائمکس هم وى يعنې هره ډرامه اختتام ته اورسى اوبيا په پائى کښې يوه بله قيصه شروع شى .
په دومره قسطونو ډرامه کښې هرچاته اندازه ولګيده چې ددې ډرامې مطلب څه دے !!؟ مرکزى خيال ئې چاچوړکړے دے او ډرامائى تشکيل ئې چا کړے دے !!؟؟ دادزيات لګښت پروډکشن دے ځکه چې په دې کښې ډيرغټ غټ قوتونه ملوث دى اوددې کتونکى په بين المللى سطح دى يعنې داسلام اباد دا ډرامه د ((اقوام عالم)) دپاره جوړه کړے شوې ده په دغه حواله دې ته مونږ دعالمى ډرامې نوم ورکوو.
ددې خبرې نه به تيرشو چې جامعه حفصه يالال مسجد به دخلقو همدردۍ واخلى او ددې واړۀ واړۀ کردارونه يعنى ماشومان به داسلام اباد ډرامه نګار دهمدردۍ په توګه استعمال کړى دهمدردۍ ټکے په اوله ورځ مذهبى خلقو هغه وخت راپورته کړو چې دلال مسجد دډرامې په دويم سحر سړکونوته خلق راووتل اودحکومت خلاف ئې دغم اوغصې اواحتجاج اظهار وکړو چې حکومت په جومات ډزې کړى دى خو چې په سباله هم دهغه جلوسونو مظاهرين پوهه شو نو په قلاره کښيناستل .
دچرت خبره هغه وخت مخې ته راغله چې په دغه مظاهروکښې دايم ايم اے جماعت اسلامى اود جمعيت العلماء اسلام ليډرانو تقريرونه وکړل خو په دويمه ورځ ئې په اخبارونو کښې بيانونه راغلل چې مرکزى حکومت دوردۍ دتحفظ دپاره اوپه لندن کښې داے پى سى داجلاس دناکامولو دپاره او ورسره دچيف جسټس دکيس نه دخلقوپام اړولو دپاره دا ډرامه جوړه کړې ده .
کوم خلق چې يو ورځ د لال جومات دپاره په احتجاج راوتى وو په دويمه ورځ ئې ورته ډرامه ووې مولانا فضل الرحمان دثالث په طور مينځ ته راغلو اود لندن نه ئې ځان هم پاتې کولواودلندن داجلاس ختمولو مطالبه ئې هم کوله خوچې بياورته چاپه غوږ کښې ووې ...!!
داخوډرامه ده نولندن ته روان شو داسلام اباد کښې داسلسله او ددې سلسلې دسکرپټ دپاره دډيروخت نه کارکيدو اواخر دې ورځې له خبره راغله حکومت دهمدردۍ اخستو اولکه دخپل حکومت دطوالت پشان په زوره داقيصه راکاږى اوږده ئې کړى په جواز کښې دا وائى ...!!
((مونږ اپريشن ځکه نۀ کوو چې دننه ماشومان دى زنانه دى اومونږ نۀ غواړو چې دبې ګناه خلقو وينه توئې شى ))
خو .....!!
کۀ حکومت دغه موقف دوانا وزيرستان د باجوړ اودبلوچستان په اپريشن کښې هم څرګند کړے ؤ نونن به ددې ډرامې کتونکو په دې باندې هم باور کړے ؤ خوچرته چې د وزيرستان باجوړ او بلوچستان کښې دملکى قامى مفاداتو دپاره اپريشن ضرورى شى اودنړيوال امن دپاره دپاکستان نوم سرفهرست راتلودپاره خپل خلق وژلے کيږى نوپه اسلام اباد کښې ددې ډرامې ليکونکے بل شان کار وکړى .
په بلوچستان کښې دغار دننه اکبر بګټى پسې ګولۍ ځى خولال مسجد ته دننه ثالثان ځى دلته راته دجنرل مشرف دا خبره د بلوچيانو دمزاحمت په حواله راياده شى چې جنرل مشرف وئيلى وو ...!!
دا 1970-71نۀ دے دا ٢٠٠٦ دے تاسوبه خبر هم نۀ يئ چې داګولۍ دچرته نه راغله .
اوس خو ٢٠٠٧ دے دجنرل مشرف دغه دعوه په اسلام اباد کښې ولې نۀ رښتيا کيږى که داسلام اباد ډرامه ليکونکے دجومات دبې حرمتۍ يا مذهبى خلق په جومات دحملې غندنه کوى په خانه کعبه باندې دشاه فيصل په دورکښې ډزې شوى دى لال مسجد جامعه حفصه دخانه کعبې نه زيات اهميت لرى ..!!؟؟؟؟

No comments: